د متحده امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ پرون یکشنبه ورځ ناوخته د لنډ ساعت لپاره په واشنګټن کې له روغتون څخه په موټر کې راوتلی او قرنطین یې مات کړی
د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ په موټر کې دننه د موټرو په کتار کې د خپلو پلویانو له مخې تېر شو
د نوموړي له روغتون څخه پر را وتلو ډاکټران او د ولسمشر ټرمپ مخالفین غوسه شوي هغوی وایي، چې ډونلډ ټرمپ په کورونا وېروس اخته دی او په دې کار سره یې ورسره ناست د استخباراتو کسانو ته هم ګواښ پېښ کړی
د ډونالډ ټرمپ په خپرو شویو انځورونو کې ښکاري چې د موټر شاته سیټ کې ناست دی، ماسک یې اچولی ده او مخې ته یې دوه ناست کسانو د کورونا وېروس ضد ځانګړي سپین کالي اغوستي دي
د ښاغلي ټرمپ په خبره، چې دا کار یې ځکه وکړ تر څو خپل مینه وال او “په وطن مین خلک” حیران کړي خو ډاکټران او د نوموړي مخالفین نیوکه کوي چې ولسمشر ټرمپ د قرنطین قوانین تر پښو لاندې کړي او دا سمبولیک کار یې یوازې د کامرو او انځورونو لپاره کړی
خو بلخوا د سپینې ماڼۍ ویاند جډ ډیري خبر ورکوي، چې ښاغلي ټرمپ ته له روغتون څخه بهر وتلو لپاره طبي ډلې اجازه ورکړې وه او هغه دا چاره خوندي ګڼي
د یادونې وړ ده چې ډونلډ ټرمپ د تېرې جمعې پر ورځ د خپلې ټوېټر پاڼې له لارې اعلان وکړ چې نوړی او مېرمن یې اغلې میلانیا ټرمپ په کورونا وېروس اخته شوي دي
څرگندون