د قطر په دوحه کې د طالبانو دفتر د اروپايي بخش مسؤل ملا عبدالحق وثیق د افغانستان لپاره دجرمني د خاص استازي مارکس پوتزل او مله هئیت سره کتلي.
د قطر دفتر سیاسي ویاند محمد نعیم وردګ په خپل ټيوټر په همدې تړاو داسې لیکلي.
“د سیاسي دفتر داروپایي بخش مسئول محترم ملاعبدالحق وثیق او ورسره هئیت اودافغانستان لپاره د جرمني هېواد خاص استازي مارکس پوتزل او ورسره هئیت تر منځ په دوحه کې ليدنه وشوه.دواړو لوریو دبین الافغاني مذاکراتو
دپروسې په اړخونو اودهېواد په روان وضعیت تفصیلي خبرې وکړې”
دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو او له کابل څخه تللي مذاکراتي ټیم ترمنځ لا هم د کړنلارې او طرزالعمل په مورد کې اختلاف موجود دي
څرگندون