د بغلان په نهرین کې ۲۲ عسکر طالبانو ته ورغلي.
د تیر په څیر بیا هم د بغلان ولایت په نهرین ولسوالۍ کې ۲۲ تنه افغان عسکر چې مخکي یې د ملي اردو او ملي پولیسو په لیکو کې دندې اجراء کولي.
خپلې دندې خوشي کړي او له طالبانو سره یو ځاي شوي دي.
د طالبانو مخکښ ویاند ذبیح الله مجاهد په خپل ټويټر په دې اړوند داسې لیکلي.
” د بغلان ولایت نهرین ولسوالۍ په مربوطاتو کې د کابل ادرې ۲۲ تنه عسکر او پولیس د حقائقو په درک کولو سره له خپلو دندو لاس په سر او له مجاهدینو سره یوځای شول.”
د طالبانو دستر مشر د ورستي عمومي عفوي د فرمان ورسته د هیواد په ډیری برخو کې د افغان دولت عسکر پولیس او اربکیان خپلې دندې خوشي کوي او له طالبانو سره یو ځاي کیږي.
د نظامي چارو د شنونکو په اند که دا حالت همداسې دوام پیدا کړي نو لرې نه ده چې د هیواد ډیری سیمي طالبانو لاس ته ورشي.
څرگندون