په روزګان او دایکندي کې طالبانو پراخي سیمي نیولي – افغان وطن ویبپاڼه

زیرمتون

مرکې او راپورونه

په روزګان او دایکندي کې طالبانو پراخي سیمي نیولي

په روزګان او دایکندي طالبانو پراخي سیمي نیولي.

د روزګان او دایکندي ولایتونو څخه خبرونه وايي طالبانو په دغه سیمو کې جګړو ته زور وکړی.
له سیمې څخه عیني شاهدانو افغان وطن ته ویلي.

طالب وسلوالو د یوې قرارګاه په شمول یو کنډک او ۲۱ پوستې له افغان حکومت څخه نیولي چې دې سره طالبانو ته ډیرې پراخي سیمې او درې لاس ته ورغلي دی.

په ولسي جرګه کې د روزګان استاذي ویلي د چارواکو د بیغوری او عدمې مدیریت، د اکمالاتو د نه رسیدو له امله افغان ځواکونو یادې سیمي طالبانو ته خوشي کړي.

طالبانو ویلي د دایکندي ولایت د ګیزاب ولسوالۍ کې د ۹ ورځو جنګ جګړو ورسته ۲۱ پوستې،یو کنډک او یوه قرارګاه یې له حکومتي ځواکونو نیولي.

د طالبانو په خبره په دې جګړه کې ۶۰ تنه وژل شوي او ۳۵ تنه نور ټپیان او ۳ تنه یې اسیران دي په وژل شویو دولسوالۍ د معاون او د ګیزاب د اربکیانو د مشر په شمول ډیری قومندانان شامل دي
بلخوا حکومتي چارواکو ادعا کوي چې طالب وسلوالو افغان عسکر له تسلیمدو ورسته وژلي دي.

خو په دې اړه طالب ویاند په ټويتر داسې لیکلي.

“داچې دښمن ادعا کوي یاد کسان له تسلیمۍ څخه وروسته وژل شوي حقیقت نلري.”

ټگونه

خپله څرګندونه مو پرې وکړئ

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *