ناپېژاندو وسلوالو دیوسف خیلو اجراییه مدیر وژلی.
د پکتیکا ولایت د یوسف خیلو ولسوالۍ اجراییه مدیر داد محمد اعتمادي د ناپېژاندو کسانو له لورې د خپل کور مخ ته په دزو وژلی دی.
د پکتیکا ځايي چارواکي پیښه تائیدوی.
د یاد ولایت د امنیه قومندانۍ ویاند شاه محمد ارین رسنیو ته ویلي په نوموړي د خپل کور په مخ کې برید شوی.
د ښاغلي ارین په خبره بریدګر د پیښې له خایه په تیښته بریالي شوي خو د پولیسو له لورې تر جدي څارنې لاندې دی.
د یادوني وړ ده نن د پکتیکا ولایت د یحيی خیلو په ولسوالۍ کې د همدې ولایت د امنیه قومندانۍ د امنیت آمر اصف توخي له وسلوالو طالبانو سره په مخامخ جګړه کې وژل شوی دی
څرگندون