کندوز:په هوایي برید کې ۴۰ ملکي کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. – افغان وطن ویبپاڼه

زیرمتون

مرکې او راپورونه

کندوز:په هوایي برید کې ۴۰ ملکي کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

کندوز:په هوایي برید کې ۴۰ ملکي کسانو ته مرګ ژوبله اوښتي.

د کندوز له ولایت څخه خبرونه وايي نن غرمه د یاولایت د خان اباد ولسوالۍ سید رمضان کلي کې د عامو خلکو په کورونو د افغان حکومت د هوایی ځواک له لورې د بمبار په نتیجه کې ۴۰ تنو ولسي خلکو ته مرګ ژوبله اوښتي.

په کندوز کې د سیمي خلکو افغان وطن ته ویلي له ۲۰ زیات کسان د ښځو او ماشومانو په ګډون وژل شوي او همدومره ټییان دي.

وسلوالو طالبانو یاد برید په سختو ټکو غندلی
د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد رسنیو په لیږل شوي خبر پاڼه کې ویلې،

“دا پيښه په داسې حال کې ترسره کیږي چې په سیمه کې هيڅ نظامي تحرکاتو یا نظامي کسانو شتون نه درلود.
د کابل ادارې د غلامۍ په روحیه روزل شوي عسکر د هيواد په مختلفو سیمه کې د عامو خلکو په وژنو او ځورولو بوخت دي.
ملکي کورونه بمباروي، کلي او عامه سیمې په توغندویو ولي،”

طالب وسوالو ویلي په برید کې دښځو ماشومانو په شمول ۲۳ تنه وژل شوي او ۱۷ تنه نور زخمیان دي.

دا په داسې حال کې ده چې په دې ورستیو کې د امریکايي حکومت له لورې افغان حکومت ته په نویو وسلو سمبال جنګي الوتکي ورکړل شوي دی.

تراوسه د کندوز د پیښې په اړه نه د حقوق بشر سازمان او نه افغان حکومت کوم غبرګون ښودلی

خپله څرګندونه مو پرې وکړئ

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *