د غزني ولایت دوه لوړپوړي قاضیان طالبانو نیولی.
د غزني ولایت څخه خبرونه وایي د استناف محکمي دوه قاضیان هر یو د استناف محکمي مرستیال اسدالله رحماني او دعامه دیوان محکمي مشر قاضي شمس الحق شمس د طالبانو له لورې د میدان وردګو د سیداباد ولسوالۍ په مربوطاتو کې نیولی.
په سیمه کې یوې ځايي طالب سر چیني افغان وطن ته ویلي یاد قاضیان د سیداباد ولسوالۍ د منګلیو سیمه کې د طالبانو له لورې د یوې دقیقي اطلاع په اساس نیول شوي.
که څه هم طالبان رسمآ په دې اړه څه نه وايي خو افغان وطن ته په سیمه کې ځايي طالبانو تائید کړی چې دغه قاضیان طالبانو نیولي.
څرگندون