له پکتیکا ولایت څخه خبرونه کاږي دیاد ولایت د امنیه قومندانۍ د امنیت امر سمونوال اصف توخی له طالبانو سره په مخامخ جګړه کې وژل شوی.
اود ځانګړو ځواکونو قومندان خانزاده کاروان ټپي دی.
خانزاده کاروان د عزیز کاروان ورور، عزیز کاروان په جنوب حوزه کې د امریکایانو له لوري د خاص ځواکونو مشر وو چې تیر کال د کابل ښار په زړه کې د طالبانو له لوري په یوه چیرکي برید کې ووژل شو
د یادونې ده چې عزیز کاروان یو له هغه کسانو څخه وو چې د ملکي خلکو په وژنه تورن وو.
په سیمه کې یوې سرچینې افغان وطن ته ویلي چې اصف توخی په مخامخ جګړه کې نه بلکې د طالبانو له لورې په بمي چاودنه کې له منځه تللی.
د نوموړي په هکله ویل کیږي چې اصف توخی د زابل ولایت د پخواني والي خو اوس مهال په ولسي جرګه کې د زابل دخلکو استاذي حمید الله توخي زوی دی.
د پکتیکا ځايي چارواکو تر دې دمه په دې هکله څه نه دي ویلي
څرگندون