د افغان حکومت ۲۳ عسکر طالبانو ته ورغلی – افغان وطن ویبپاڼه

زیرمتون

افغانستان خبرونه

د افغان حکومت ۲۳ عسکر طالبانو ته ورغلی

د هیواد په مختلفو ولایتونو کې ۲۳ تنه افغان عسکر چې مخکي یې په اردو پولیسو او او اربکیانو کې دندې اجراء کولي له خپلو دندو لاس په سر او له طالبانو سره یو ځاي شوي.

د راپورونو له مخي یاد کسان په هرات،فاریاب،بغلان،زابل، کې له طالبانو سره یو ځاي شوي.

د دوی له جملي څخه ۱۳ په بغلان او ۵ په زابل او نور پاتي کسان د هرات او فاریاب په ولایتونو کې طالبانو ته ورغلي.

د یاد ونې ده چې دوه ورځې مخکي هم ۶۱ تنه افغان عسکر په بلخ کې له طالبانو سره یو ځاي شوي وو.

باید وویل شي د امریکا او طالبانو ترمنځ له تړون او د طالبانو د مشر مولوي هبته الله اخندزاده د عفوي داعلان ورسته د دولتي کسانو د تسلیمۍ لړۍ خورا په چټکی سره روانه ده.

که څه هم افغان دولت تر اوسه په دې اړوند رسمآ څه نه دی ویلی خو اسدالله خالد تیره ورځ په خپلو څرګندونو کې د افغان دفاعي ځواکونو د جوړښت او اتحاد پوره ډاډ ورکړی وو

خپله څرګندونه مو پرې وکړئ

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *