په بلخ ولایت کې د افغان حکومت ۶۱ سرتیري طالبانو ته ورغلي. – افغان وطن ویبپاڼه

زیرمتون

خبرونه

په بلخ ولایت کې د افغان حکومت ۶۱ سرتیري طالبانو ته ورغلي.

د بلخ له ولایت څخه خبرونه کاږي د تیر په څیر ۶۱ هغه کسان چې مخکي یې د افعان حکومت په ملي اردو ملي پولیسو د نظم عامه(اربکیان) په لیکو کې دندی تر سره کولي له خپلو دندو لاس په سر شوي او له طالبانو سره یو ځای شوي دي.

طالب ویاند ذبیح الله مجاهد په دې اړوند په ټويتر داسې لیکلي.

“د بلخ ولایت چمتال، شولګر، دهدادي، چاهی، خاص بلخ، چهاربولک، شورتپه، نهرشاهی او دولت آباد ولسوالیو مربوطاتو کې د کابل ادارې ۶۱ عسکر اوپولیس د امیرالمؤمنین د عفوې له فرمان څخه په استفاده له خپلو دندو لاس په سر او مجاهدینو ته راغلل.”

دا په داسې حال کې ده چې تیره ورځ هم د پکتیا او وردګو په ولایتونو کې دافغان پوځ ۳۵ سرتیری طالبانو ته ورغلی وو.

د طالبانو د ستر مشر مولوي هبته الله اخندزاده له لورې د عفوی د ورستي اعلان ورسته د هیواد په ګڼ ولایتونو کې ډیری هغه کسان چې دافغان دولت په نظامي او ملکي ارګانونو کې دندې اجراء کوي

له خپلو دندو لاس په سر او له طالبانو سره د یوځاي کیدو ورسته خپل سولیز ژوند ته را ګرزي

خپله څرګندونه مو پرې وکړئ

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *