د طالبانو او افغان پلاوي ترمنځ عمومي ناسته تر سره شوه – افغان وطن ویبپاڼه

زیرمتون

افغانستان خبرونه

د طالبانو او افغان پلاوي ترمنځ عمومي ناسته تر سره شوه

د قطر مرکز دوحه کې نن مازدیګر څلور بجي د افغان پلاوي او طالب لورې ترمنځ د مذاکراتي ټیمونو لخوا عمومي ناسته تر سره شوه

طالب ویاند محمد نعیم وردګ په دې اړوند پخپل ټویټر لیکلي.

د دواړو ټیمونو ترمنځ ناسته نن مازدیګر تر سره شوه
په دې ناسته کې د دواړو لوریو مشرانو خپلې ویناوي وکړي.

ښاغلي نعیم په خبره هرکله چې د تماس ګروفونه د ناستو د طرزالعمل او تقسیم اوقات په اړه کار نهائي کړی له هغه ورسته به د مذاکراتو داجنډا په اړه ناستي کیږي.

طالب ویاند وایی د ناستو د طرزالعمل په اکثره مواردو کې د دواړو لوریو له لخوا توافق شوی.

همداشان نعیم وردګ ویلې د واړو ټیمونو له لورې دوه دوه کسان د ارتباط او تماس په پار ټاکل شوي دي.

د افغان ټیم ویاند نادر نادري هم د طالب ویاند دغه خبره تائید کړې.
د تعجب وړ خبره داده چې د دواړو ټیمونو ویندویانو په خپلو خبرپاڼو کې یو طور الفاظ کارولي چې دا هم دسولې او همغږی معنا ورکوي

د یادوني وړ ده چې د داواړو لوریو مشرانو د خبرو په مهال د زغم او تحمل سپارښتنه کړې ده

خپله څرګندونه مو پرې وکړئ

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *