سبا شنبه په دوحه کې بین الافغاني مذاکرات پېلیږي – افغان وطن ویبپاڼه

زیرمتون

مرکې او راپورونه

سبا شنبه په دوحه کې بین الافغاني مذاکرات پېلیږي

کله چې دطالبانو ورستي ۶ تنه بندیان کوم چې ځینو بهرنیو هیوادنو یې له خلاصون سره مخالفت کاوو د یوې توافق په اساس خوشي او د قطر مرکز دوحې ته انتقال شول.

طالبانو د بین الافغاني مذاکراتو لپاره نيټه اعلان کړه.

طالبانو په یوه اعلامیه کې ویلې سبا د شنبې په ورځ به د قطر مرکز دوحه کې د امریکا او طالبانو د توافقنامي په اساس د بین الافغاني مذاکراتو په لمړی ناسته کې ګډون وکړي.

افغان حکومت هم د بین الافغاني مذاکراتو لپاره خپل چمتوالی ښودلی.

له ارګ څخه په خپره شوی خبرپاڼه کې چې تیر ماخستن خپره شوه راغلي سبا سهار به د ولسمشر غني په امر مذاکراتي ټیم قطر ته سفر ولاړشي.
د ارګ ویاند صدق صدیقي ویلي له مذاکراتي ټیم سره به د مصالحي شورا مشر عبدالله عبدالله او بهرنیو چارو سرپرست وزیر حنیف اتمر دسولې چارو وزیر سید سعادت نادری هم په دې غونډه کې ګډون کوي.

د امریکا ولسمشر ټرمپ د افغانانو ترمنځ د دمخامخ خبرو د پیلېدو هرکلی کړی

ټرمپ ویلي د افغانانو ترمنځ په مخامخ تاریخي ناسته کې د ګډون لپاره د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو قطر ته سفر کوي

د ټرمپ په خبره له طالبانو سره مو همنظري زیاته شوی.

“د ناټو عمومي منشي هم د دافغانانو د مخامخ خبرو په هکله خپل غبرګون داسې ښودلی.

د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ وایي، ټولې خواوې باید له دغه تاریخي فرصت ګټه واخلي. نوموړی زياتوي، چې ناټو د افغانستان اوږدمهاله امنیت ته ژمنه ده.”.

بلخوا د افغانستان لپاره د امریکا نوي سفیر ویلي په افغانستان کې د یوه بي فایدې جنګ لپاره په افغانستان کې نور پاتي کیدل غیر معقول کار دی نوموړي له افغانستان څخه یې د امریکایي عسکرو رایستل ضرور کار بللی

خپله څرګندونه مو پرې وکړئ

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *