طالبانو د بین الافغاني مذاکراتو لپاره خپل چمتوالی وښود – افغان وطن ویبپاڼه

زیرمتون

مرکې او راپورونه

طالبانو د بین الافغاني مذاکراتو لپاره خپل چمتوالی وښود

د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند محمد نعیم وردګ په پخپل ټویټر د يوې لنډې اعلامیې په خپرولو سره ویلې.

“د افغانستان اسلامي امارت او امريکا متحده ايالاتو تر منځ د شوې توافقنامې په اساس د افغانستان اسلامي امارت د بين الافغاني مذاکراتو په افتتاحیه غونډه کې د خپل ګډون چمتوالی اعلانوي.”

په اعلامیه کې راغلي د د بین الافغاني مذاکراتو لومړی پړاو خبرې(۲۰۲۰/۹/۱۲) تاریخ چې( ۱۳۹۹/۶/۲۲) تاریخ سره سمون خوري د قطر هیواد په مرکز دوحه کې پیل شي.

د طالبانو ویاند وړاندې لیکی
په هیواد کې د سرتاسري سولې او یو سوچه اسلامي نظام او د هیواد د علیا منافعو لپاره غواړي بین الافغاني مذاکرات پیل کړي.

افغان حکومت هم د بین الافغاني د مذاکراتو د پیلېدو اعلان کړی دی.

د ارګ له خوا په خپاره شوي بیان کې راغلي.

” چې د حکومت مذاکراتي ټیم به د ولسمشر غني په امر سبا د جمعې په ورځ قطر ته سفر وکړي. په بیان کې ویل شوي:

“ولسمشر په هېواد کې د دایمي سولې او ارامۍ لپاره- چې د ولس همېشنۍ غوښتنه ده- د افغانستان د اسلامي جمهوریت د مذاکره کوونکي پلاوي د کامیابۍ هیله لري”.

طالبان وايي د امریکا او طالبانو تر منځ د سولې ټړون په اساس به په افغانستان کې د دائمي سولې او هیواد د علیا منافعو په نظر کې نیولو سره په بین الافغاني مذاکراتو کې ګډون کوي

خپله څرګندونه مو پرې وکړئ

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *