۷ نفر افغان عسکر له طالبانو سره یو ځاي شول – افغان وطن ویبپاڼه

زیرمتون

خبرونه

۷ نفر افغان عسکر له طالبانو سره یو ځاي شول

د تیر په څیر نن یو ځل بیا د غزني په مرکز د ارزو په سیمه کې د افغان حکومت ۷ تنه د ملي اردو سرتیري د جګړي په جریان کې وسلوالو طالبانو ته تسلیم شوي.

د غزني چارواکي او سمیزو رسنیو هم د پیښي تائید کړی.

طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد هم په دې اړه داسې لیکلي.

” تیره ورځ د غزني مرکز ارزو سیمه کې د کابل ادارې ۶ تنه عسکرو دجګړې په مهال وسله پرځمکه کیښوده”

همدا شان طالب ویاند رسنیو ته په لیږ شوي خبر پاڼه کې ویلي د تیرې اګست میاشتي په اږدو کې د ټول هیواد په سطحه ۱۲۰۰هغه کسان چې مخکي یې په افغان دولت کې په بیلابیلو ارګانونو کې دندې اجراء کولي له موږ سره یو ځاي شوي.

د طالبانو د دې ادعا په تړاو تر اوسه پورې افغان حکومت کوم غبرګون نه دی ښودلی

خپله څرګندونه مو پرې وکړئ

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *