ریښتونی حقاني، او د حقانیت منار : لیکوال: بدرځلاند – افغان وطن ویبپاڼه

زیرمتون

اند او تحلیل

ریښتونی حقاني، او د حقانیت منار : لیکوال: بدرځلاند

مرحوم جـلال الـدیــن حقاني رحمه الله د افغانستان هغه څیره وه چې د موجوده پیړۍ ټولو ملکونو دده نوم پیژندلی وو
حقاني رحمه الله د اسلامي امت هغه تاریخي اتل وو چې د خپل ژوند په ډیر له کشمکش او کړاونو ډک حالت کې یې تر مرګه خپل دین او هیواد ته په ژمنتیا او وفاداري ولسونه ګواهي ورکوي

حقاني رحمه الله د افغانستان د هغو جاه پرستو او عیاشو مشرانو په ډله کې تر اخیره ورګډ نه شو چا چې د اسلام او جهاد له نوم نه په استفادې خپل ژوند بهتر کړو او بچیان په خارجي هیوادونو کې عیش او عشرت کوي، او د جهاد او هیواد لپاره ټولې قربانۍ یې د دونیا په متاع خرڅې کړې

د حقاني رحمه الله کورنۍ هغه یواځینۍ کورنۍ ده چې د خپلو څلورو د زړه ټوټو په شمول یې د روسي او امریکایي اشغال پر خلاف د خپلې کورنۍ په سلګونو شهیدان وکړل

د حقاني رحمه الله کورنۍ هغه رښتوني حقانیان دي چې دده د کورنۍ ګڼ شمیر عزتمنو غړو په تیرو درې لسیزو کې د هیواد د ازادي لپاره د افغانستان او پاکستان په جیلونو کې کلونه کلونه زندانونه تیر کړل خو ددوی سنداني عزمونه یې مات نکړای شول، چې له جملې څخه یې حاجي ابرهیم حقاني، او حاجي خلیل حقاني، او حافظ انس حقاني ،یې او مالي ځدراڼ یادولی شو،

د حقاني رحمه الله رښتونې حقاني کورنۍ هغه مسلمانه او متدینه کورنۍ ده چې دده د ځامنو په لیدولو سره انسان ته د صحابه ؤ تاریخ ور په یاد کیږي
حقاني صیب تر شا داسې با وقاره ځامن او کورنۍ پریښودله چې هر یو یې د تقوا، حیا، او اسلامي غرور او غیرت منارونه دي
یو ملګري قیصه کوله چې حقاني رحمه الله د ژوند په اخري وخت کې خپلو ځامنو ته د وصیت په توګه وویل چې له ما څخه ځمکې، غرونه، او جایدادونه تاسو ته په میراث نه دي پاتې شوي بلکه تاسو ته مې ستړي او ستومانه مجاهدین په میراث پرې ایښي او ډیر خیال به یې ساتئ،

سبحان الله! دا خبرې د مرحوم رحمه الله د هغه رښتوني او کامل اسلام او تقوا هغه بیلګې دي چې د حقاني صیب ملګري او لارویان به تر مرګه افتخار ورباندې کوي،

حقاني رحمه الله د تاریخ هغه پاک نفسه او زړور شخصیت او قائد وو چې په خپله یې د هیواد د ازادي او اسلامي نظام لپاره تر ۵۰۰ زیاتو غزاګانو کې برخه اخیستې وه ،
نوموړي نه د شوروي یرغلګرو کمونیستي نظام ته سر ټیټ کړو او نه یې د امریکا او ۵۲ نورو اروپایي هیوادو زر او زرو ته غاړه کیښودله بلکه د دواړو امپراطوریو پر خلاف یې په ښکاره توګه د جهاد او مقاومت اعلان وکړو او تر نورو هیوادوالو یې مخکې خپل نازولي بچیان د جهاد سنګرونو ته ولیګل، همدا وجه وه چې د هیواد غیرتي ولسونه یې تر شا کلک ولاړ وو او تر ننه پورې دده په نوم ویاړي،
که د مرحوم حقاني صیب په زندګي او غیرت لیکنه شروع شي نو دده په غیرت او جهادي شهکاریو به کتابونه ولیکل شي
که د نوموړي د ځامنو په اخلاقو، شجاعت،دینداري، لیکنې وشي نو د هر یو ځوی په کارنامو یې کتابونه ډکیږي

له الله جل جلاله څخه سوال کووم چې د مرحوم حقاني صیب رحمه الله د اسلام او هیواد لپاره ټولې ستونزې، ستړیاوې او تکالیف ورته قبول کړي او قبر مبارک یې له رحمتونو او انواراتو ډک کړي، دده بچیان او لارویان دې الله دده پر سپیڅلې لاره قائم او دائم وګرزوي او د دښمنانو له هر قسم ضرر او شر څخه دې الله جل جلاله وساتي
امین ثم امین

خپله څرګندونه مو پرې وکړئ

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *