طالبانو په خپل مذاکراتي ټیم کې تغیرات راوستلي – افغان وطن ویبپاڼه

زیرمتون

خبرونه

طالبانو په خپل مذاکراتي ټیم کې تغیرات راوستلي

د بین الافغاني مذاکراتو لپاره به د طالبانو د مذاکراتي ټیم مشر شیخ مولوي عبدالحکیم او پخوانی مشر شیر محمد عباس ستانکزی یې د دې ټیم د مرستیال په توګه ټاکل شوي

د ښاغلي مجاهد په خبره مولوي محمد نعیم وردګ د قطر دفتر د نوي ویاند په توګه تعین شوی دی.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په یوه ټیوټ کې لیکلي.
“د عالیقدر امیرالمؤمنین د حکم په اساس د اسلامي امارت مذاکراتي ټيم اعلان شو مذاکراتي ټيم به ۲۱ غړي لري. محترم شیخ مولوي عبدالحکیم صاحب د مذاکراتي ټيم رئيس او محترم شیرمحمدعباس ستانکزی صاحب دټيم مرستیال وټاکل شول.محترم ډاکټرصاحب محمدنعیم وردګ دسیاسي دفتر ویاند وټاکل شو.”

په کابل د سولي وزارت رسنیو ته ویلی تر څو چې د طالبانو مذاکراتي ټیم قطر ته نه وي رسیدلی
او دوی ډاډه نه شي د دوی پلاوی به دوحې ته ولاړ نه شي.

په ورته وخت کې د قطر ځینو حکومتي سرچینو ویلي وو د بین الافغاني مذاکراتو په مخکې ځیني تخنیکي مسلې شته چې د هوارېدو په حال کې دي.

“په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین بي بي سي ته وویل، د دوی مذاکراتي ټیم دوحې ته رسېدلی او د یو لړ تخنیکي مسایلو له حل وروسته به د مذاکراتو د پیل نېټه روښانه شي.”

ویل کیږي د طالبانو د مذاکراتي ټیم نوی مشر مولوي عبد الحکیم د طالبانو په ډله کې یو له مهمو مشرانو څخه دی نوموړی مخکي له دې د طالبانو د قاضي قضات په توګه کار کاوو
چې د طالبانو ستر مشر مولوي هبت الله اخندزاده ته ډیر نژدي کس بلل کیږي.

طالبان د بین الافغاني مذاکراتو په ټیم کې خپل ډیر مهم کسان داخل کړي
مولوي عبد الکبیر، مولوي نورمحمد ثاقب، یو له هغو مهم کسانو څخه دي چې د طالبانو په نوي مذاکراتي ټیم کې ور اضافه شوی دي

خپله څرګندونه مو پرې وکړئ

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *