نن هم ۱۰۰ طالب بندیان ازاد شول. – افغان وطن ویبپاڼه

زیرمتون

خبرونه

نن هم ۱۰۰ طالب بندیان ازاد شول.

د تازه خبرونو په اساس افغان حکومت د پلچرخي او بګرام له زندانو څخه د دوحې تړون په اساس د طالبانو د ورکړل شوي لیست مطابق ۱۰۰ کسان خوشي کړي.

طالبانو ته نژدې سر چینو ویلي د طالبانو لخوا د ۵۰۰۰ کسیز لیست مطابق د ۲ زنانه بندیانو په شمول ۱۰۰ کسان د افغان حکومت له لورې ازاد شوي.

د سرچینې په وینا په په دې سلو طالب بندیانو کې یې ۵۴ کسان په اعدام محکوم وو
چې د طالب مشرانو په ډیر اسرار ازاد شول

دا په داسې حال کې ده چې تیره ورځ هم د افغان حکومت ۱۰۴ تنه طالب بندیان ازاد کړې وو.

تراوسه پورې نه طالبانو او نه هم افغان حکومت په دې اړه رسمآ څه نه دې ویلې

خپله څرګندونه مو پرې وکړئ

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *