طالبانو د پکتیا د موټربم برید وروستي جزئیات نشر کړل – افغان وطن ویبپاڼه

زیرمتون

خبرونه

طالبانو د پکتیا د موټربم برید وروستي جزئیات نشر کړل

نن سهار وختي د پکتیا مرکز ګردیز کې د عملیاتي قطعې په مرکز چې تر ۲۰۰ پورې سرتیري پکې میشت وو طالبانو موټربم برید ترسره کړو

د برید سره هم مهاله د پکتیا والي حلیم فدایي وویل چې برید نن سهار په ځايی وخت ۵ نیمی بجي شوی او د ده په خبره له چاودني ورسته دوه بریدګر ودانی ته له ننوتلو ورسته د عسکرو له لورې ووژل شول.

فدایي ویلي وو چې اوس جنګ نشته حالت یې په کنترول کې دی.

خو طالبان وايی جګړه تر دوه ساعته زیات دوام وکړو
طالبانو په تازه اعلامیه کې ویلی چې یاد برید لومړی د ملاعزیز احمد بریالي له لوري د موټربم په واسطه پیل شو او وروسته دوه تنه نور بریدګر ملا عطاءالله قائد هلمندی او ملا عصمت الله صالح غزنوي یادې قطعې ته له سپکو او درنو وسلو سره ننوتل او په پاتې عسکرو یې برید پیل کړو چې تر دوه نیم ساعته یې دوام درلود

اعلامیه کې ویل شوي چې دواړه بریدګر له بهر څخه راغلیو کمانډو ځواکونو سره په نښته کې ووژل شول

طالبانو ویلي چې په یاد برید کې ۷۴ تنه عسکر او قومندانان ووژل شول او په لسګونو نور ټپیان شول
همدا راز د قطعې زیاته برخه ویجاړه او ګڼ شمیر وسائط له منځه لاړل

کریم بریال

خپله څرګندونه مو پرې وکړئ

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *