افغان حکومت ۱۰۰ تنه طالب بندیان ازاد کړل. – افغان وطن ویبپاڼه

زیرمتون

خبرونه

افغان حکومت ۱۰۰ تنه طالب بندیان ازاد کړل.

افغان حکومت د پاتي ۳۲۰ طالب بندیانو له جملي نن له پلچرخي او کندهار زندانونو ۱۰۰ کسان کړي

بعضو سرچینو په کابل کې رسنیو ته ویلي
د ۲ افغان کمانډو ځواکونو په بدل کې افغان حکومت د طالبانو ۶۲ زندانیان خوشي کړي

طالبانو رسمآ په دې اړه تر اوسه څه نه دې ویلي.

خو وسلوالو طالبانو ته نژدي سرچینو تائید کړي چې د ۲ افغان کمانډویانو په بدل کې د افغان حکومت لخ لورې د طالبانو ۱۰۰ کسان خوشي شوي .

داخبرونه داسې مهال مخي ته راځي تیره ورځ ډاکتر اشرف غني د مصالحې د عالي شورا اعلان وکړ
چې پخوانۍ ولسمشر حامد کرزی او اسلامي ګوند مشر ګلبدین حکمتیار یې هم د غړیو په توګه ګومارل شوی وو
ورسته حامد کرزی د یوې اعلامیې په خپرولو سره یاده دنده رد کړه

اوس تازه د مصالحې د عالي شورا مشر عبدالله عبدالله ویلي د شورا جوړل زما حق دي او زما په اختیار کې دي د ده په خبره د ولسمشر فرمان ته ضرورت نه وو

بل خوا بیا ارګ ټینګار کوي چې ولسمشر د عبدالله عبدالله په ګډون له سیاسیونو سره په مشوره د یادې شورا غړی ټاکلي دی.

طالبانو ویلي تر څو چې دوحې تړون په اساس زموږ د لیست موافق ۵۰۰۰ بندیان خوشي نه شي بین الاافغاني مذاکرات امکان نه لري.

د طالبانو په خبره که چیرې افغان حکومت د لیست مطابق طالب بندیان ازاد کړي دوی حاضر چې له افغان جیهتونو سره په یوه اونۍ کې دننه مذاکرات پیل کړي

خپله څرګندونه مو پرې وکړئ

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *