د بلخ په ولایت کې ۷۳ تنه افغان عسکر طالبانو ته ورغلي دي. – افغان وطن ویبپاڼه

زیرمتون

خبرونه

د بلخ په ولایت کې ۷۳ تنه افغان عسکر طالبانو ته ورغلي دي.

د هیواد له شمالي ولایتونو څخه راپورونه کاږي چې د بلخ ولایت په مختلفو ولسوالیو کې ۷۳ تنه افغان عسکر له خپلو دندو لاس په سر شوي او له وسلوالو طالبانو سره یو ځاي شوي.

دا په داسې حال کې ده چې تیره ورځ هم د بغلان ولایت کې ۱۵ دولتي پوځیان طالبانو ته تسلیم شوي وو.

که څه هم چې د شمال زون چارواکو په دې اړه د تیر په څیر کوم غبرګون نه ښودلی

خو د وسلوالو طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد ویلې د خپل مشر د عفوي داعلان څخه په استفادې په تیرو څو ورځو کې د بغلان او بلخ ولایتونو کې ټول ټال ۸۸ تنه د کابل اداري مربوط کسان له طالبانو سره یو ځاي شوي.

د مجاهد، په خبره د طالبانو د مسؤلو کسانو لخوا یې تود هرکلی شوی دی

خپله څرګندونه مو پرې وکړئ

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *