حاجي ګله! ازادي داسې وي؟ – افغان وطن ویبپاڼه

زیرمتون

اند او تحلیل

حاجي ګله! ازادي داسې وي؟

د مازدیګر له لمانځه وروسته د جمات مخته د معمول مطابق د سپین ږیرو بانډار وو، خبرې سره تیزې شوې، غږونه لوړ شول، د لوبو په میدان کې ځوانان هم زموږ لوړو اوازونو راخبر کړل او زموږ بحث ته یې ځانونه راورسول. ملا امام، د کلي یو مخور سپینږیري ( حاجي جمه ګل) او څو تنو نورو ویل چې دا جوړېدونکې لویه مشورتي جرګه د افغانانو د ملي ارزښت سپکاوی دی، باید ګډون پکې ونکړې، خو ما خپل دلائل ویل او د خپل قوم په استازولۍ مې په جرګه کې ګډون ضروري ګڼلو، ځوانانو هم زما ملا وتړله او ویې هڅولم چې ارو مرو باید په دې جرګه کې برخه واخلم، په دې کشمکش کې وو، چې اذان شروع شو، څادرونه ټک وهل شول، ملا امام او حاجي جمه ګل په ګډه راغبرګه کړه: ته زموږ خبره مه منه، خو ارمان به وکړې، ما ورته کړه: د ملي ارزښتونو په پاللو پښیمانتیا حماقت دی، ملا امام د جمات دروازې ته د ننوتلو په وخت کې په ټیټ غږ راته وویل، لویه جرګه یو مقدس نوم دی، خو جوړیدونکې جرګه په دې تقدس پښې راکش کول دي، اقامت شروع شو او ملا امام جمې ته مخته شو.
ټوله شپه مې په سبانۍ لویه جرګه کې د خپل ګډون په اړه فکر کاوه، یو قسم غوره به هم راته ودرېده، د سهار له جماته وروسته د ځان په چمتو کولو اخته شوم، د چایو د دوهمې پیالې پای به وو چې تلفون وشرنګید، حاجي ګله! سړک ته راووځه، موږ په موټر کې درسپاره یو.
لس بجې وې چې د جرګې تالار ته د ننوتلو لپاره په قطار کې ودریدو. پخپل ځای کیناستم، څه به مو سر درخوږوم خو ډلې (کمیټې) جوړې شوې، زموږ د کمیټې مشري یوې پخې په صورت برابرې ښځې کوله، چشمکي یې په سترګو وي او ډیرې خبرې یې کولې، د طالبانو د بندیانو د ازادیدو په اړه یې منفي نظر درلود او کرکجنې خبرې یې کولې خو ځان یې مجبور ښود او ویل یې چې د کمیټې ټول غړي باید د طالب بندیانو د ازادولو نظر ورکړي.
د ټولو کمیټو پرېکړه لیکونه ولوستل شول او د جرګې په وروستۍ ورځ عمومي فیصله وشوه چې طالب بندیان باید ازاد شي ترڅو د سولې د خبرو په مخ کې دا وروستی خنډ هم ختم او ژر بین الافغاني خبرې پیل شي.
ماښام ناوخته مې د کور دروازه وټکوله او مشر زوی مې راته وویل، کلیوالو خو بېلا بېلې تبصرې کولې، څنګه وه جرګه؟ آیا رښتیا هم ازاده وه او د لویې جرګې د نوم سپکاوی خو به نه وو؟ ورته کړه مې: نه زویه، که د چا تر تأثیر لاندې وای، بیا نو د طالب بندیانو د خوشي کیدو پرېکړه نه پکې کیده
پلاره! دوی وایي چې دا بندیان د طالبانو او امریکایانو د توافق له مخې خامخا خوشي کیدل خو د دې دپاره چې حکومت ځان مستقل او واکمن وښیي، فقط د دې دپاره یې جرګه راوغوښته چې پخپل شرم پرده هواره کړي، په دې وخت کې ما ته زموږ د کمیټې د مشرې هغه مجبور شوې سترګې راپه یاد شوې چې له طالبانو سره د دومره عناد باوجود هم باید د طالب بندیانو د خوشي کیدو نظر ورکړي، زوی ته مې وویل: بچیه خلک به هر څه وایي، غوږ به نه پرې نیسې، ته ورشه یو ګیلاس اوبه راواخله.
په کلي کې به جګه شمله ګرځېدم او کله ناکله به مې په بریتونو هم ګوته راتېره کړه چې ګواکې زه هم د هغې جرګې برخوال وم چې د ۴۰۰طالب بندیانو د خوشي پرېکړه یې وکړه، د ځینو کلیوالو ستایلو به نوره هم غوره راکې پیدا کړه او له خوشالۍ نه به په جامو کې نه ځاییدم.
بازار ته تللی وم او له هغې خوا مې یو غټ درې رنګه بیرغ هم له ځان سره راملګری کړ، بچې ته مې وویل: یو غټ باڼس راپیدا کړه او دغه بیرغ په کور ولګوه، چې د خپلواکۍ ۱۰۱مه کالېزه ده، د دې لمانځل ضروري او فرض دي، مازدیګر چې جمات ته تلم د بیرغ رپیدو غوږ نیولی کړم، چې پوه شوم نو مسک شوم او رپاند بیرغ یو خوځښت راکې پیدا کړ.
د ماښام له لمانځه وروسته چې د کور په دروازه راننوتم، په یو سپین کاغذ مې سترګې ولګېدې، چې تر کوټې او رڼا رسیدم په لاره لاره مې کاغذ سپړلی وو، په سر کې یې لیکلي وو: ”حاجي ګله! ازادي نو دېته وایي؟“ د عنوان نه لاندې لیکه مې چې شروع کوله د چلمچي کړپ شو، ابا! لاسونه ومینځه چې ډوډۍ تیاره ده، دسترخوان هوار شو، په ډیر تلوار او فکرونو کې مې ډوډۍ تر ستوني تېره کړه او د خط لوستلو ته مې ډډه ووهله، اولادونه مې د درس ویلو لپاره بلې خونې ته ولیږل ترڅو په ارامه فضا کې کاغذ تر نظر تیر کړم.
د لورکۍ دې غږ، «ابا! ولې ژاړې؟» متوجه کړم، د چایو پتنوس یې ځای پر ځای کیښود او زما څنګه ته یې رامنډه کړه، ابا ولې ژاړې؟ څه کیسه ده؟ خیر خو به وي؟ سپوږمۍ بچۍ! هېڅ خبره نه ده، هسې زړو یادونو وژړولم، نه ابا خامخا یو څه شته، او کومه مهمه خبره ده، زر راته ووایه او دا په لاس کې کاغذ د څه شي دی؟ ته راکه، اوهو ابا دا خو لوند شوی خو زه خیر لیکل یې نه دي سره ګډوډ شوي، کاغذ مې د سپوږمۍ لورکۍ له لاسه راواخست او له ډیر ټینګار وروسته مجبور شوم چې د کاغذ پر مخ لیکل په لوړ غږ ولولم.
حاجي ګله! آزادي نو داسې وي؟
ته چې لویې جرګې ته تلې، تر هغه یوه ورځ مخکې مې د هغه جمات مخته ستا مجلس په یاد دی، بیا چې کله راغلې، ستا له خیاله ډک تګ او په بریتونو ګوته وهل مې هم هېر نه دي خو ستا دا کړه وړه په ما ځکه بد نه لګېدل چې ته د هغې لویې جرګې برخوال وې چې په هغه کې زما د زوی په ګډون د ۴۰۰ بندیانو د خوشي کیدو پرېکړه وشوه. زه پوهیدم چې دا جرګه خپلواکه نه وه، حکومت استقلال نه لري خو ستا دا استدلال چې جرګې کومه پرېکړه وکړه، دا د یو عظیم ولس غوښتنه او فیصله ده، ضرور به عملي کیږي، موږ درسره وملنه او چپ شولو.
نن د جرګې څومه ورځ ده خو لا هم بندیان نه دي خوشي شوي، ته پوهیږې ولې؟ د استرلیا او فرانسې حکومتونو له افغان حکومته غوښتي، چې هغه طالب بندیان باید خوشي نشي چې هغوی استرلیایي او فرانسوي ځواکونه وژلي دي.
کوم اسټرلیایي ځواکونه؟ هغه څو کلونه وړاندې یې چې د شپې د ( بازګل اکا) په کور چاپه ووهله او دوه غبرګ زامن یې د مور په مخ کې ورته ووژل او ورینداره یې هم ځکه په وینو کې لت پت شوه چې د خپل مېړه بې روحه جسد ته یې رامنډه کړېوه.
ستا به هېر وي، خو زموږ حافظې لا ژوندۍ دي، فرانسویانو چې په تګاب کې هغه ستا د سعودي د مسافرۍ ملګري (حاجي شیر عالم ) ټول کور له خاورو سره خاورې کړ او قطار جنازې ورته په دې جرم پرتې وې چې ولې یې د کور له څنګ سره د فرانسویانو ټانګ د ماین خوراک شو.
دا خو فقط یو دوه بیلګې دي، چې زما او ستا ګډ د سترګو لیدلی حال دی، دلته د هر چا په زړه لسګونه دغسې ترخې خاطرې نقش دي او هره ورځ یې د یتیمانو او کونډو په لیدو سره زړه ټکان خوري.
نن د همدې اسټرلیا او فرانسې حکومتونه ستا له دې خپلواک او ازاد حکومت؟! نه غواړي چې هغه بندیان دې نه خوشي کیږي چې د دوی دغسې ظالم او وحشي صفته سرتیري یې وژلي او حکومت په همدې خاطر د بندیانو د ازادیدو لړۍ درولې ده، آیا استرلیایي او فرانسوي ځواکونو دلته چاکلیټ ویشل؟ چیرته دی افغانیت؟ د وطن دوستۍ او بشر دوستۍ تعریف او تقاضا همدا ده؟ که دا حکومت خپلواک وای، ځواب به یې ورکړی وو، چې ستاسو ځواکونه خو دلته څه د لوبو لپاره نه وو راغلي؟ دوی هم په سلګونه بې ګناه افغانان وژلي، ته د خپلو دریو سرتیرو غم اخستی یې، دا زما د وژل شویو ماشومانو او ښځو قبرونو ته به څوک ځواب وایي؟ تاسو یو ځل رامیدان ته شئ چې حساب سره وکړو خو په دوی کې دومره پښتو او ایمان چیرته دی؟
سمه ده، چې دا یې نشوای کولای، کم ازکم په دې خو به یې ځان ترې خلاص کړی وای چې د دې بندیانو خوشي کیدل زموږ د ملت غوښتنه ده، موږ له خپل ملت سره مقابلې او دښمنۍ کولو ته تیار نه یو، فیصله شوې او دا بندیان به په هر صورت خوشي کیږي، خو هماغه زموږ خبره شوه چې دا جرګه د دې پاک او سپیڅلي نوم سپکاوی وو، که رښتیا جرګه وای، نن به د جرګې پرېکړه وختي لا عملي شوي وای، برعکس نن زموږ دا پاک او مقدس دستور د فرانسې او استرلیا په پښو کې پروت دی او تاسو زیړې سترګې ورته وګورئ.
ایا ازادي او خپلواکي دېته وایي؟ بښنه غواړم، دا خط مې ځکه درته ولیکه چې مازدیګر مې ستا په کور د هیواد ملي بیرغ رپاند ولید، د کور په دروازه دې هم لیکل شوي وو: «د استقلال ۱۰۱مه کالیزه مو مبارک شه» نو ته او خدای استقلال داسې وي؟ کوز کړه له کوره دې دا درې رنګه بیرغ، تش په شعارونو سړی له غلامۍ نشي خلاصیدای، غلامي یو عیني واقعیت دی او هوایي شعارونه دا حقیقت هېڅکله نشي بدلولای، بښه غواړم وخت مې دې ونیو. والسلام

انځور ګر: نوید جلال

خپله څرګندونه مو پرې وکړئ

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *