۳۵ تنه افغان عسکر وسلوالو طالبانو ته ورغلي دي. – افغان وطن ویبپاڼه

زیرمتون

خبرونه

۳۵ تنه افغان عسکر وسلوالو طالبانو ته ورغلي دي.

د راپورونو په اساس د بدخشان او بغلان ولایتونو کې د افغان حکومت ۳۵ تنه عکسر چې مخکي یې د افغان دولت په نظامي لیکو کې دندې اجراء کولي طالبانو ته ورغلي دي.

د یوه قومندان په ګډون ۱۱ تنه د بدخشان په یمګان او وردوج ولسوالیو کې او ۲۴ تنه نورې یې د بغلان ولایت د پلخمري ولسوالۍ کې له طالبانو سره یو ځاي شوي دي.

ورسته له هغه چې د طالبانو مشر مولوي هبته الله اخندزاده ټولو هغه کسانو ته چې له افغان حکومت سره کار کوي عمومي عفوه اعلان کړې دا لړۍ دوام لري.

د تیر په څیر افغان حکومت په دې اړه د پټې خولي پالیسي اختیار کړې ده.

چې هیڅ کله یې هم په دې اړوند کوم غبرګون مخي ته نه دی راغلی

خپله څرګندونه مو پرې وکړئ

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *