د پاتي ۴۰۰ طالب بندیانو له جملې څخه یې ۸۰ تنه خوشي شول – افغان وطن ویبپاڼه

زیرمتون

خبرونه

د پاتي ۴۰۰ طالب بندیانو له جملې څخه یې ۸۰ تنه خوشي شول

د ملي امنیت شورا وايې د لوې جرګې د پریکړې اساس یې دهغه ۴۰۰ جنجالي بندیانو له جملي څخه یې ۸۰ تنه د پلچرخي له زندان نه ازاد کړي دی

د یادونې ده چې کابو هفته مخکي ولسمشر غني د پاتي ۴۰۰ طالب بندیانو د ازادېدو په پار د لوې جرګې غونده رابللې وه.

لوې جرګې پریکړه وکړه چې پاتي ۴۰۰ بندیان دې دحکومت له لورې خوشي شي تر څو بین الافغاني مذاکراتو ته لاره هواره شي.

دا لومړی ځل دي چې افغان حکومت د پاتي ۴۰۰ بندیانو څخه یې ۸۰ تنه خوشي کوي

که څه هم طالبانو رسمآ په دې اړوند څه نه دی ویلي.

خو طالبانو ته نژدې یوې سرچیني تائید کړه چې د طالبانو ورکړل شوی لیست په اساس د پاتي ۴۰۰ بندیانو له جملي یې ۸۰ تنه له پلچرخي زندان څخه ازاد شوی دي.

طالبان وایي زموږ د لیست په اساس چې ۵۰۰۰ طالب بندیان ازاد شي موږ حاضر یو په یوه هفته کې دننه بین الافغاني مذاکرات پیل کړو

خپله څرګندونه مو پرې وکړئ

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *