ملي امنیت د داعش په وسیله د پلچرخي په خلاصیدونکو طالبانو د برید پلان جوړکړی : طالبان – افغان وطن ویبپاڼه

زیرمتون

خبرونه

ملي امنیت د داعش په وسیله د پلچرخي په خلاصیدونکو طالبانو د برید پلان جوړکړی : طالبان

وروسته تر هغې چې ولسمشر غني د لویې جرګې له دائریدو وروسته د پاتې څلور سوه طالب زندانیانو د خلاصون امر لاسلیک کړو په پلچرخي او باګرام زندانونو کې د یادو بندیانو بایمیټریک پیل شوی ده

د طالبانو ویاند ذبــیــح الله مــجــاهد تازه په یوه خبر کې ویلي، د دوی ته داسې مؤثق استخباراتي معلومات رسیدلي چې ملي امنیت او د پلڅرخي زندان د امنیتي پوستو د قومندانانو په همکارۍ داعش وسلوالو ته داسې زمینه برابره کړې تر څو داعش وسلوال په هغو نقلیه وسائطو باندې په لاره کې خونړي بریدونه وکړي کوم چې تازه د پلچرخي له زندان څخه ازادیږي

طالب ویاند اندیښنه څرګنده کړې او ویلي یې دي چې د ملي امنیت اداره په دې کار سره غواړي چې یو لور ته د سولې پروسه له خنډ سره مخ کړي او بل لور ته له یادو طالبانو خپل غچ واخلي

طالب ویاند د کابل په ادارې غږ کړی چې د طالب بندیانو د نقل او حرکت لپاره لازم حفاظتي تدابیر ونیسي او که خدای مکړه بندیانو ته کوم ضرر ورسیږي ټول هغه جهتونه به یې مسؤل وي چې په دې کار کې بیغوري کوي

دا په داسې حال کې ده چې څه موده مخکې طالبانو د داعش ځینې کسان ونیول او هغوی اقرار وکړو چې رحمت الله نبیل د داعش په واسطه د ځینو مشهورو علماؤ او سیاسیونو قتل او ترور ته زمینه برابره کړې وه او په خلیلزاد یې هم د موټربم برید د حملې تابیا نیولې وه
کریم بریال

خپله څرګندونه مو پرې وکړئ

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *