طالبان: د غیرقانوني ادارې له لوري لویه جرګه رابلل ورته هیڅ حیثیت نلري – افغان وطن ویبپاڼه

زیرمتون

خبرونه

طالبان: د غیرقانوني ادارې له لوري لویه جرګه رابلل ورته هیڅ حیثیت نلري

طالبانو په یوه تازه خبر کې د افغان ولسمشر له لوری د څلورسوه بندیانو د خلاصون په موخه د لویې جرګې رابللو باندې غبرګون ښودلای او یاده جرګه یې غیر قانوني او بې ارزښته بللې ده

طالبانو ویلي چې د غیر قانوني رامنځ ته شوي حکومت له لوري تش په نوم عنعنوي جرګې جوړول او د هغوی پریکړې افغان ملت ته د منلو وړ نه دي

طالبانو ویلي چې د یادې جرګې له لوري د اسلام، افغاني کلتور او ازادي خلاف پریکړې هیڅ کله هم ملت ته د منلو نه دي او نه د روانې ستونزې حل ده

افغان ولسمشر د څلور سوه طالب بندیانو د خلاصون په نوم د راتلونکې جمعې په ورځ د لویې جرګې په نوم یوه غونډه رابللې چې ځینو ګډونوالو یې وار له مخه ویلي چې د ولسمشر له لوري په ټینګه ترې غوښتل شوي تر څو دده پنځه کلنه دوره تصویب کړي او د بل هر قسم موقت حکومت غوشتنه رد کړي

د ولسمشر له لوري د جرګې رابلل د اکثریت افغانانو له شدید مخالف سره مخ شوي او وایي چې ولس ټول ښکاره په یو غږ سوله او ازادي غواړي نو بیا د بندیانو د خلاصون په پلمه جرګه راغوښتل په څه معنا توجیه کیږي؟

کریم بریال

خپله څرګندونه مو پرې وکړئ

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *