طالبانو د لبنان په چاودنه د خواشینۍ پیغام خپور کړی – افغان وطن ویبپاڼه

زیرمتون

خبرونه

طالبانو د لبنان په چاودنه د خواشینۍ پیغام خپور کړی

وسلوالو طالبانو د لبنان هیواد په بیروت ښار کې د یوې خونړۍ چاودنې له امله رامنځ ته شوي ناورین باندې خواشیني ښودلې او د لبنان ولس سره یې په غم کې ځان شریک بللی

طالبانو په خپل پیغام کې زخمیانو ته له الله څخه عاجله شفا غوښتې او د لبنان په حکومت او ولس یې غږ کړی چې د زیانمنو شویو کسانو سره خپله عاجله مرسته او همدردي ونه سپموي

تیره ورځ د لبنان په مرکز بیروت د یو تجارتي بندر په ګڼ میشته سیمه کې د ۲۷۵۰ ټنه امونیم نایتریت موادو له امله چاودنه رامنځ ته شوه چې د لومړنیو معلوماتو پر اساس ۸۷ تنه یې ووژل او تر ۴۰۰۰ زیات یې ټپیان کړل

دغې بې مخینې چاودنې تر ۴۵ کلومترو پورې ودانۍ زیانمنې کړي او تر ۲۵۰ کلومتره لرې یې غږ اوریدل شوی ده

د لومړنیو راپورونو په اساس د چادونې له امله شاوخوا درې میلیارده مالي زیان دغه هیواد ته اوښتی ده

کریم بریال

خپله څرګندونه مو پرې وکړئ

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *