افغان ولسمشر د پاتې ۴۰۰ طالب زندانیانو د خلاصون لپاره لویه جرګه رابللې – افغان وطن ویبپاڼه

زیرمتون

خبرونه

افغان ولسمشر د پاتې ۴۰۰ طالب زندانیانو د خلاصون لپاره لویه جرګه رابللې

وروسته تر هغې چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد کابل ته سفر وکړو افغان ولسمشر د پنځه سوه طالب زندانیانو د خلاصون فرمان صادر کړو خو ویې ویل چې دا به هغه بندیان خوشې کیږي چې د طالبانو په لیست کې یې نومونه نه دي ثبت شوي

وروسته د اختر په ورځ ولسمشر یو ځل بیا د بندیانو د خلاصون خبره وکړه او زیاته یې کړه چې د طالبانو د پنځه زریز لیست پاتې بندیان خلاصول دده له صلاحیت لوړ کار ده او ددې لپاره به لویه جرګه راغواړي او هغه به یې په اړه فیصله کوي

د ولسمشر دې خبرو په ولس کې ناخوښي ښکاره کړې او ګڼ شمیر سیاسیونو او لیکوالانو د ولسمشر دا کار غندلی او د بین الافغاني خبرو د پیل پر وړاندې یې د نوی خنډ ایجادول بللي

ځینو سیاسيونو او لیکوالانو د اعتراض په توګه ویلي چې د ډیورنډ په کرښه معاملې، د عبدالله سره دوهم ځل د واک شراکت او دوستم ته د مارشالي رتبې په ورکولو ولسمشر نه د چا مشورې ته غوږ ونیو او نه یې لویه جرګه را وبلله چې د هیواد او ملت د سرنوشت په اړه فیصلې وې خو د څلورسوه افغاني بندیانو لپاره بهانې کوي او لویه جرګه راغواړي چې دا په خپله د جګړې غزولو او بین الافغاني خبرو ځنډولو په معنا ده

ټاکل شوې چې لویه جرګه به د روانې اسد میاشتې په شپارسم یا اولسم تاریخ رابلل کیږي

بل لور ته طالبانو بیا ویلي چې د پنځه زره طالب بندیانو د لیست د پاتې پنځه سوه بندیانو د خلاصون په هر نوم ځنډول د افغان دولت د جګړې غزولو په معنا ده او دوی ته په هیڅ صورت د منلو وړ نه ده
دا به وروسته معلومه شي چې په لویې جرګې کې به بیا د تیر په څیر د ګوتو په شمار او د حکومت په خوښه کسان راغوښتل کیږي او که به داځل رښتیا هم د ټول هیواد په شمول د ولس او قومونو ازاد فکره مشران رابلل کیږي ، او څرنګه پریکړه به تر سره کوي

کریم بریال

خپله څرګندونه مو پرې وکړئ

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *