د ننګرهار پر محبس د پروني برید وروستي جزئیات – افغان وطن ویبپاڼه

زیرمتون

خبرونه

د ننګرهار پر محبس د پروني برید وروستي جزئیات

تیره ورځ مازدیګر ناوخته د ننګرهار په مرکزي زندان لومړی دوه چاودنې وشوې او وروسته یو شمیر بریدګر زندان ته ننوتل او له افغان ځواکونو سره په جګړه کې ښکیل شول
دا برید چې د یوې معما په څیر تر سره شوی مسؤلیت یې داعش تروریستې ډلې پر غاړه اخیستی

په برید کې د ننګرهار د چارواکو په خبره پنځه تنه وژل شوي او تر څلویښتو زیات ټپیان دي او د نن سهار تر اتو بجو پورې لا هم بریدګرو مقاومت کاو

ویل کیږي چې ګڼ شمیر د داعش بندیان او ځینې طالب زندانیان
له زندان څخه تښتیدلي خو اکثر طالب تښتیدلي بندیان بهر بیرته د افغان ځواکونو له لوري نیول شوي او نا معلوم لور ته وړل شوي دي

یو تن تښتیدلي بندي چې بیرته نیول شوی امنیتي سرتیرو ته وایي چې بریدګرو د کونداغونو په زور بندیان مجبوره کول چې بهر ووځي او ځینې یې دومره ووهل چې بې هوښه شول خو چې کوم به بهر ووتل افغان ځواکونو نیول او نامعلوم لور ته یې انتقالول.

د زندان د ننه ځینو بندیانو د تلفون په کرښه ویلي چې له برید یو ساعت مخکې زندان ته د سوزولو توکي راوړل شوي وو او د زندان دروازې خلاصې شوې وې

د برید پر وخت د زندان امر له سیمې وتلی وو او د بندیانو په خبره د زندان دیوالونه دننه لورې څخه په بمونو الوزول شوي دي

تر ټولو عجیبه یې لا دا چې د امریکا غږ ډیوه راډیو له برید څخه څو ساعته مخکې د یاد برید راپور نشر کړو او وروسته یې بیرته ډلیټ کړو

په یاد محبس برید د خلکو تر منځ ګنګوسې را ولاړې کړي دي چې ګویا افغان دولت غوښتل په دې ډرامې سره د داعش زندانیان له زندانه خوشې کړي

ځینو بیا دا برید د طالب زندانیانو پر خلاف کړنه بللې چې د داعش وسلوالو له لوري تر سره شوی او غوښتل یې چې د طالبانو د اوربند او د پنځه سوه طالب زندانیانو د خلاصون لړۍ بیا ټکنۍ کړي
طالبانو په برید کې خپل لاس لرل رد کړي دي

دا به وروسته معلومه شي چې یاد برید څنګه او د کومو موخو لپاره په دومره حساس وخت کې ترسره شو

کریم بریال

خپله څرګندونه مو پرې وکړئ

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *