طالبانو د دوحې تړون په اساس ۱۰۰۰ تنه بندیان خوشي کړل. – افغان وطن ویبپاڼه

زیرمتون

خبرونه

طالبانو د دوحې تړون په اساس ۱۰۰۰ تنه بندیان خوشي کړل.

د طالبانو د قطر دفتر ویاند سهیل شاهین په ادرس رسنیو په لیږل شوي خپرپاڼه کې ویل شوي.

د دوحې تړون په اساس د ۵۰۰۰بندیان په مقابل کې چې زموږ لخوا کومه ژمنه شوي وه نن مو د خپل مشرتابه په امر ۱۰۰۰ تنو بندیانو حساب پوره کړل.

د شاهین په خبره د هرات،فراه،غور،نیمروز،زابل،او بلخ ولایتونو کې د ۸۲ تنو بندیانو په خوشي کولو سره نن دا شمیره پوره شوه.

دبندیانو د خلاصون لړۍ یې په ۳میاشتو او ۱۶ ورځو کې د بندیانو د کمیسون له لورې په پوره کامیابۍ سره تر سره کړه.

په خبر پاڼه کې راغلي د بندیانو د خلاصون بروسه یې په ۵۳ پړاوو کې د هیواد په ۳۰ ولایتونو کې ترسره شوې ده.

وسلوالو طالبانو تیره ورځ اعلان وکړل موږ له کوم شرط پرته د دوحې تړون په اساس د هغو ۱۰۰۰ تنو بندیانو د خلاصون کوم چې موږ یې ژمنه کړې وه د اختر تر ورځې پورې خوشي کوو

خپله څرګندونه مو پرې وکړئ

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *