طالبان: دخپل مشر د حسن نیت له مخي ټول بندیان خوشي کوو – افغان وطن ویبپاڼه

زیرمتون

خبرونه

طالبان: دخپل مشر د حسن نیت له مخي ټول بندیان خوشي کوو

وسلوالو طالبانو ویلې د خپل مشر مولوي هبة الله اخندزاده د شفقت او ښه نیت له مخې د اختر تر ورځې پورې د افغان دولت ټول بندیان آزادوو

د قطر په دوحه کې د طالبانو د دفتر ویاند سهیل شاهین په دې تړاو داسې لیکلي،

“اسلامي امارت به د امیرالمؤمنین د شفقت له مخې او د ښه نیت ښودلو په منظور د اختر تر ورځې پورې د کابل ادارې پاته بندیان هم خلاص کړي چې په دې سره به د ۱۰۰۰ تنو بندیانو خلاصون بشپړشي.”

طالب ویاند همداراز ویلي د کابل اداره دې هم ورته اقدام وکړي
د ده په خبره د ورکړل شوي لیست په اساس دې تر اختره پورې ټول بندیان خوشي کړي.

چې له اختر ورسته بین الافغاني مذاکراتو ته زمینه برابره شي.

دا په داسې حال کې ده چې طالب وسلوالو له خپل بندخونو نن هم د بغلان او لوګر ولایتونو کې د افغان حکومت ۲۸ تنه بندیان ازاد کړي دي.

د طالبانو د دې اقدام په اړه تر اوسه د افغان حکومت کوم غبرګون مخي ته ندی راغلی

خپله څرګندونه مو پرې وکړئ

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *