“په مکه مکرمه کې د حج مراسم پیل شوي او حاجیان به سبا عرفات ته ځي – افغان وطن ویبپاڼه

زیرمتون

خبرونه

“په مکه مکرمه کې د حج مراسم پیل شوي او حاجیان به سبا عرفات ته ځي

د سعودي د حکومت له لوري په حاجیانو باندې د ګڼ شمیر بندیزونو لګولو وروسته حاجیانو د حج مراسم پیل کړل

د سعودي حکومت په حاجیانو لازمي کړې چې د حج په دوران کې به ماسک استعمالوي او واټن به مراعت کوي

همداراز حاجیان سږ کال د کعبې شریفې له لمس کولو او ښکلولو منعه کړي دي او حاجیان یې په ډلو ویشلي چې پنځوس نفري ګروپونه به د حکومت د قوانینو مراعت کولو سره حرم شریف ته داخلیږي

تر دې وړاندې ټول حاجیان د یوې اونۍ لپاره قرنطین شوي وو او د حج له اداکولو وروسته به هم د یوې اونۍ لپاره قرنطین کیږي

حاجیان به د شیطان ویشتلو لپاره صرف هغه ډبرې استعمالوي کومې چې له وړاندې د حکومت له لوري ورکول شوې او د میکروب ضد دوایي پرې استعمال شوې وي

د جمرو ویشتلو پر وخت به تر پنځوس زیات حاجیان په یو ځای نه جمعه کیږي

سږکال د تیرې یوې پیړۍ راهیسې لومړنۍ ځل ده چې په حاجیانو دومره بندیزونه لګول شوي دي

ټاکل شوې سبا د پنجشنبې په ورځ به حاجیان عرفات ته ولاړ شي

کریم بریال

خپله څرګندونه مو پرې وکړئ

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *