پیښور: یو ځايي اوسیدونکي محکمه کې د پیغمبر د سپکاوي په تور مجرم په ډزو وژلی – افغان وطن ویبپاڼه

زیرمتون

خبرونه

پیښور: یو ځايي اوسیدونکي محکمه کې د پیغمبر د سپکاوي په تور مجرم په ډزو وژلی

د صوبه خیبر پختونخوا سترښار پیښور کې د خالد په نوم یو تن هغه سړی د قاضي تر مخ په محکمه کې په ډزو وژلی کوم چې د اسلام د سترپیغمبر حضرت محمد صلی الله علیه وسلم په شان کې سپکې سپورې ویلې وې

د پیښور پولیسو ویلي چې په ۲۰۱۸ کال کې د نوښار یو تن اوسیدونکي د مدرسې طالب العلم پولیسو ته په یو ایس بي کې هغه معلومات ورکړي وو چې د طاهر احمد نسیم په نوم د پشتخرې اوسیدونکي له لوري پکې د رسول الله صلی الله علیه وسلم په شان کې ګستاخي شوې وه

پولیسو یاد مجرم د پیښور ښار څخه ګرفتار کړی وو او دوه کاله وروسته نن د پیښور ښار یوې ځایي محکمې ته حاضر کړل شو

په محکمه کې یو ځوان د خالد په نوم چې د پیښور د بورډ اوسیدونکی وو له طاهر احمد نسیم سره لفظي شخړه وکړه او وروسته یې پر تمانچه د قاضي ترمخ په سر وویشتو او ووژل شو

خالد د پولیسو له لوري د خفیه کامرو په واسطه نیول شوی او په خپل جرم د اقرار ترڅنګ یې په خپل تر سره کړي عمل افتخار کړی ده

پاکستان کې د قانون له مخې په ګستاخ رسول مجرم د پهانسي حکم ترسره کیږي

تردې وړاندې هم په پیښور او د پاکستان په نورو ښارونو کې اسلام ته د سپکاوي په تور ځینې کسان د سیمې د اوسیدونکو له لوري وژل شوي دي

کریم بریال

خپله څرګندونه مو پرې وکړئ

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *