طالبانو د خپل مشر د اختر په مناسبت د مبارکي پیغام خپور کړی – افغان وطن ویبپاڼه

زیرمتون

خبرونه

طالبانو د خپل مشر د اختر په مناسبت د مبارکي پیغام خپور کړی

وسلوالو طالبانو نن د لوی اختر په مناسبت د خپل مشر شیخ هبةالله اخوندزاده له طرفه هیوادوالو ته د اختر د مبارکي پیغام خپور کړی

د طالبانو مشر په خپل پیغام کې ټولو افغانانو ته د اختر مبارکي ویلې ده

د طالبانو د مشر د مبارکي په پیغام کې له خپلو افرادو او عامو شتمنو څخه غوښتي چې د هیوادوالو خصوصا ناداره او کونډو یتیمانو او د بندیانو د کورنیو لاس نیوی وکړي تر څو کم تر کمه د لوی اختر د خوښۍ په شپو او ورځو کې له احتیاج څخه خلاص وي

په اعلامیه کې ویل شوي چې طالبان د قدرت انحصار نه غواړي او د یو داسي اسلامي نظام راوستونکي دي چې د افغانستان د تولو ګوندونو خلک په کې خپل ځانونه وویني

طالبانو ټینګار کړی چط د واک په ترلاسه کولو سره به یو ټول شموله افغاني اسلامي نظام رامنځ ته کوي او د همدې لپاره یې دا تیرې دوه لسیزې قرباني ورکړې ده

طالبانو ویلي چې کار به اهل کار ته سپارل کیږي

په اعلامیه کې یو ځل بیا د افغان دولت په کارکونکو غږ شوی چې ددوی د عفوې غیږه یې پر مخ خلاصه ده دوی نه غواړي د افغان عسکرو کورنۍ بې سرپرسته شي خو جګړه ددوی مجبوریت ده

په اعلامیه کې په طالبانو غږ شوی چې د خپلو مشرانو اطاعت لاهم زیات کړي او د مشرانو له طرفه ورکړل شوې لایحه باندې عمل وکړي

کریم بریال

خپله څرګندونه مو پرې وکړئ

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *