طالبانو د اختر په لومړیو درې ورځو کې اوربند اعلان کړو – افغان وطن ویبپاڼه

زیرمتون

خبرونه

طالبانو د اختر په لومړیو درې ورځو کې اوربند اعلان کړو

وسلوالو طالبانو په یو تازه خبر کې خپلو افرادو ته ویلي چې د لوی اختر په لومړیو درې ورځو کې دې اوربند وکړي او په دښمن دې هیڅ قسم بریدونه نه کوي

طالبانو خپلو ماتحت کسانو ته امر کړی چې ددوی هیڅ فرد ته اجازت نشته چې د دښمن تر کنترول لاندې سیمو ته لاړ شي، همدا راز د دښمن افراد هم نشي کولای چې ددوی تر کنترول لاندې ساحو ته لاړ شي

طالبانو خپلو افرادو ته امر کړی چې که ددښمن له لوري ورباندې برید وشي کلک ځواب دې ورکړي

همدا راز په طالبانو غږ شوی چې د هیواد والو د امنیت د خونديتابه لپاره دې کلکې هڅې وکړي

بل لور ته ویل کیږي چې افغان ولسمشر هم د طالبانو له اعلان وروسته د درې ورځو اوربند اعلان کړی ده

کریم بریال

خپله څرګندونه مو پرې وکړئ

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *