طالبانو نن د افغان حکومت ۳۷ تنه عسکر ازاد کړل. – افغان وطن ویبپاڼه

زیرمتون

خبرونه

طالبانو نن د افغان حکومت ۳۷ تنه عسکر ازاد کړل.

د بندیانو د ازادیدو په سلسه کې نن ورځ طالب وسلوالو په تخار او کندوز ولایتونو کې له خپلو بند خونو د افغان حکومت ۳۷ تنه افغان عسکر خوشي کړي.

د طالبانو د قطر د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین په دې اړوند په خپله ټویټر پاڼه لیکلي.

“‏نن د تخار په ولایت کې د اسلامي امارت له محبس څخه د کابل ادارې ۲۰ تنه او په کندز ولایت کې ۱۷ تنه عسکر او پولیس چې ټول ۳۷ تنه کیږي، خلاص شول او د مرستې له ورکولو وروسته خپلو کورنیوته واستول شول.”

دا په داسې حال کې ده چې پرون افغان حکومت د طالبانو له لوري د ورکړل شوي لیست مطابق ۵۰ تنه طالب زندانیان خوشي کړي وو.

د اوږده ځنډ ورسته یو ځل بیا د بندیانو د ازادولو لړۍ د شروع کیدو سره افغان سولې ته د ولس هیلې مخ په زیاتیدو ښکاري

خپله څرګندونه مو پرې وکړئ

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *