افغان حکومت نن ۵۰ طالب بندیان ازاد کړل – افغان وطن ویبپاڼه

زیرمتون

خبرونه

افغان حکومت نن ۵۰ طالب بندیان ازاد کړل

نن د څرخي پله له زندان څخه افغان حکومت ۵۰ تنه طالب بندیان خوشي کړل.

په کابل کې د وسلوالو طالبانو د بندیان اړوند تخنیکی پلاوي مشر مولوي ضیاءالدین واقف له رسنیو سره په خبرو کې تائید کړه چې نن د افغان حکومت له لورې د څرخي پله له زندان څخه طالب بندیان ازاد شوي دي.

د واقف په خبره ازاد شوي طالب بندیان ټول د ورکړل شوي لیست مطابق خلاص شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې افغان په وار وار دغه خبره کوي چې پاتي ۶۰۰ بندیان به په هیڅ صورت هم نه خوشي کیږي خو وسلوالو طالبان وایي چې دغه ازاد شوي بندیان ټول د دورکړل شوي لیست په اساس خلاص شوي دي.

د دې په تړاو تر اوسه پورې په رسمآ توګه د افغان حکومت کوم غبرګون مخي ته ندی راغلی

خپله څرګندونه مو پرې وکړئ

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *