د هیواد ملي او معنوي شخصیتونه دې پام وکړي ملي امنیت یې د ترور پلان لري: طالبان – افغان وطن ویبپاڼه

زیرمتون

اند او تحلیل

د هیواد ملي او معنوي شخصیتونه دې پام وکړي ملي امنیت یې د ترور پلان لري: طالبان

د طالبانو د استخبارانو کمیسیون په یوه تازه خبرپاڼه کې د خپلو استخباراتي منابعو په استناد د هیواد ملي معنوي علمي شخصیتونو ته خبرداری ورکړی چې د ملي امنیت ۲۴۱ اداره یې د ترور پلان لري باید له ځان سره احتیاط وکړي او د خپل ژوند د حفاظت تدابیر په پام کې ونیسي

طالبانو په خپله خبرپاڼه کې ویلي چې د دوی د استخباراتو د کره او موثقو منابعو په حواله داسې اسناد ترلاسه کړي چې د ملي امنیت ۲۴۱ ریاست دننه د هیواد د نوموتو شخصیتونو د ترور لپاره یو ګروپ جوړ شوی او غواړي د هیواد سترې علمي سیاسي او ملي هستۍ ترور کړي

په خبرپاڼه کې په یادو شخصیتونو غږ شوی چې خپل ته پاملرنه وکړي

د خبر پاڼې په حواله یاد ریاست د ډاکټر نجیب د کمونستي رژیم په وخت کې هم فعال شوی وو چېد هیواد زیاتې ملي، دیني او عنعنوي څیرې یې ترور کړې او له دغې لارې یې غوښتل چې په هیوادوالو کمونیستي مفکوره د زور او وحشت له لارې تحمیل کړي خو د امریکایي یرغل تر راتلو وروسته د حقوق بشر د ادارې له لوري یاد بدنام ریاست وتړل شو ،مګر اوس بیا د کابل په اداره کې د کمونیستانو له لوري بیا فعال شوی ده

طالبانو دا خبر داسې مهال خپور کړی چې څه موده وړاندې د ملي امنیت له لوري د نوموتو هستیو د ترور یوه ډله طالبانو کشف کړه او له منځه یې یوړله چې د خلیلزاد د مرګ طرحه یې هم جوړه کړې وه

کریم بریال

خپله څرګندونه مو پرې وکړئ

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *