فرعون هم لکه دوستم داسې جاهل وو خو دومره وحشي نه وو:بدرځلاند – افغان وطن ویبپاڼه

زیرمتون

اند او تحلیل

فرعون هم لکه دوستم داسې جاهل وو خو دومره وحشي نه وو:بدرځلاند

بدر ځلاند

د فرعون د جهالت ډیرې نادرې قیصې کتابونو را اخیستي
نوموړی دومره جاهل وو چې ځینې وخت به یې له ډیره جهالته اسمان ته غشي ویشتل او ویل به یې چې د موسی علیه السلام رب وژنمه،
دده په جاهلتوب به شیطان هم پسخند واهه
یوه ورځ وای شیطان دشپې دده قصر ته ورغی او دروازه یې ور وټکوله فرعون غږ ورته وکړو چې څوک یې شیطان له خندا ورته شین شو چې زه شیطان یم
فرعون ورته وویل چې نو خاندې ولې ؟
شیطان ورته وویل چې تاته مې خندا راغله او تعجب مې وکړو چې دا ته څرنګه ځان ته خدای وایې چې په دروازه کې ولاړ کس هم نه پیژنې چې څوک ده
علماء لیکي. کله به چې فرعون له موسی علیه وعلی نبینا الصلواة والسلام سره مناظره وه په هغه ورځ به څلویښت ځله قضاء حاجت ته تللو ،

خو کله به چې د سټیج په سره ودریدو نو لکه مارشال دوستم ډوزې به یې شروع کړې، چې ذروني اقتل موسی، تاسو ما پریږدئ چې زه موسی ووژنم،
حال دا چې فرعون کله چا هم د موسی علیه السلام له وژلو حصار کړی نه وو خو اصلا فرعون دومره طاقت نلرلو چې هغه ووژني،

دوستم هم چې کله له طالبانو سره په جګړه کې مخامخ شي بیا یې ټانګونه په شګو کې بند وي او نوموړی مارشال په پښو تښتیدلی وي، خو کله چې سټیج ته پورته شي لکه فرعون په ډوزو شروع وکړي چې اجازه راکړئ شپږ میاشتو کې طالبان ورک کولای شم
فرعون به هم بني اسرائیلو ته ویل چې زما خدایي ومنئ له ما نه سوا بل خدای نعوذ بالله نشته او زه ستاسو هغه لوی خدای یم ،
دوستم هم لکه فرعون په ډیر متکبرانه او جاهلانه انداز وویل چې طالبان اسـ ــلام ی امارت بیا نشي راوستلای یعنې د شریعت محمدي د قانون په مخنیوي کې ډیر سخت زړی ده

په ظلم او وحشت کې هم دواړه یو تربل کم نه دي. که فرعون د بني اسرائیلو ماشومان وژل او په خپله مسلمانه میرمن اسیه بي بي یې میخونه ټک وهل خو دوستم بیا د سلګونو مظلومانو پښتنو په سرونو میخونه ووهل او ماشومان یې ورته ووژل،

که فرعون د بني اسرائیلو مالونه لوټل نو دوستمي ملیشو له نن نه څو لیسزې وړاندې لا د ګلمجم نوم وړی وو، چې معنا یې ده “له کورونو د فرشونو ټولونکی او غلا کونکي “ یعنې دوستمي ګلمجم ملیشې به چې په کوم ځای ورغلې نو داسې چور او تالان به یې شروع کړو چې د خلکو د کورونو فرشونه به یې هم ټولول ،

که فرعون له جهالت څخه دومره ډک وو چې سره له دې چې له الله جل جلاله څه منکر وو او ځان ته یې ربکم الاعلی ویل، خو دوستم هم تر هغه څو قدمه وړاندې تیر شو او سره دې چې د خدای په وحدانیت د ایمان دعوه هم لري او اسلام هم مني خو بیا هم یهودیانو او امریکایانو ته چې قران یې په کفر ګواه ده، دی ورته شهیدان وایي،

فرعون که په خپل عصر کې څومره تاریخي ظلمونه په بني اسرائیلو کړي مګر دوستم بیا تر هغه څو چنده زیات ظلمونه او وحشتونه تر سره کړي دي

دوستم په یوه ورځ څلور زره طالبان په دشت لیلی کې شهیدان کړل
دوستم په زرګونو کسان په قلعه جنګي کې په داسې وحشت سره شهیدان کړل چې تاریخ کې ساری نلري،
دوستم په لسګونو او سلګونو افغانۍ میرمنې بې عزته کړې چې په ډیر وحشت یې لارو کې له موټره ښکته او په ژوندوني یې سینې ترې پرې کړې،

دوستم په لسګونو پښتنو افغانانو باندې په سرونو میخونه ټک وهل ،

دوستم به پښتانه په لارو کې له موټرو ښکته کړل او حلال به یې کړل بیابه یې ګرم جوش تیل په سر ور توی کړل تر څو یې وینه بنده شي او ساه یې زر ونه وځي جسد به ټوپونه وهل او دوی به ورته خندل او دې وحشت ته یې د رقص مرده یعني د مړي اتڼ نوم ورکاوو ، چې په تیر تاریخ کې هیڅ کافر هم دا شان وحشت نه ده ترسره کړی

لکه څرنګه چې رسول الله صلی الله علیه وسلم ابوجهل ته ددې امت د فرعون لقب ورکړی وو او تر هغه یې زیات سخت حسدګر بللی وو نو ننني عصر فرعون دوستم هم د بني اسرائیلو له فرعون څخه څو چنده زیات وحشتونه کړي دي،

فرعون که کافر وو او د خدای جل جلاله له موجودیته منکر هم وو خو لواطت یې نه کاوو

دوستم په جوزجان کې په یو قومي مشر او عزتمند قومي سپین ږیری احمد ایشچي باندې د لسو ساتونکو سره ډلییز جنسي تیری وکړو
دوستم هغه وحشتونه او ظلمونه په مسلمانو افغانانو خصوصا پښتنو باندې وکړل چې د فرعون په ټول تاریخ کې ساری نلري
ډیره د افسوس خبره ده چې نن هم ځینې ویده افغانان خصوصا د پښتنو د سیمې اوسیدونکي بیا هم په هغه چا پسې روان دي ملاتړ یې کوي او د زرکلن او بابا نعرې پسې وهي کوم چې د پښتنو دغه د عصر فرعون د پوځ په تر ټولو لوړه رتبه مارشالي باندې ونازاوو،

یادنه:
لیکنه د لیکوال شخصي نظر ده د ادارې توافق ورسره شرط نه ده

خپله څرګندونه مو پرې وکړئ

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *