هلمند ،اروزګان، پکتیکا، او لغمان په شمول پنځه ولایتونو څخه امریکایان وتلي دی – افغان وطن ویبپاڼه

زیرمتون

خبرونه

هلمند ،اروزګان، پکتیکا، او لغمان په شمول پنځه ولایتونو څخه امریکایان وتلي دی

راپورونه وایي چې د قطر د سولې توافق نامې وروسته تر دا مهاله له پنځو ولایتونو بهرني ځواکونه وتلي دي

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمی خلیلزاد هم په خپل ټویټر لیکلي چې د موفقتنامې وروسته په تیرو ۱۳۵ ورځو کې ناټو ځواکونو په پنځو ولایتونو کې خپلې اډې تخلیه کړي دي

کابل کې یو لوړ پوړي امریکایي چارواکي هم رسنیو ته منلې چې د هلمند، روزګان، لغمان او پکتیکا په شمول له پنځو ولایتونو څخه ددوی ځواکونه وتلي

د طالبانو او امریکا ترمنځ لاسلیک شوي توافقنامې له مخې په څوارلس میاشتو کې باید ټول بهرني ځواکونه د افغانستان له خاورې ووځي
کریم بریال

خپله څرګندونه مو پرې وکړئ

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *