طالبان: په نفوذي برید کې ۷ تنه ووژل شول. – افغان وطن ویبپاڼه

زیرمتون

خبرونه

طالبان: په نفوذي برید کې ۷ تنه ووژل شول.

وسلوالو طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد ویلې.

نن غرم مهال د بلخ په شاهین قول اردو کې زموږ یو تن نفوزی کس چې له مخکيې په همدې هدف د اردو په لیکو کې ځاي نیولی وو خپل ۷ تنه افغان عسکر وژلې.

د مجاهد په خبره له برید ورسته یاد بریدګر له ۹ میله اسلحو سره یو ځاي ځان تر وسلوالو طالبانو را رسولی دي.

تر اوسه پورې د یاد پیښې په تړاو د بلخ ولایتي چارواکو کوم غبرګون نه دی ښودلی.

دا برید داسې مهال تر سره کیږي چې نن ۱۱ بجي د سمنګان مرکز ایبک ښار کې وسلوالو طالبانو د ملي امنیت په ودانۍ د موټر بم چاودنه وکړه چې ورسته د ۴ ساعتونو لپاره وسلواله نښته هم روانه وه
د عیني شاهدانو په وینا د چاودنې له امله د ملي امنیت ودانۍ ډیری برخه ورانه شوې ده

خپله څرګندونه مو پرې وکړئ

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *