طالبان: سمنګان کې په استخباراتي مرکز برید ۷۰ کسان وژلې. – افغان وطن ویبپاڼه

زیرمتون

خبرونه

طالبان: سمنګان کې په استخباراتي مرکز برید ۷۰ کسان وژلې.

د سمنګان ولایت مرکزي ښار ایبک کې د ملي امنیت ریاست ته څیرمه د موټر بم چاودنه شوي له چاودنې ورسته په سیمه کې د طالب برید ګرو او افغان ځواکونو ترمنخ نښته روانه ده.

طالب ویاند ذبیح الله مجاهد د پیښې مسؤلیت منلی.

نوموړي په پخپل ټیوټر د دې پیښې په تړاو داسې لیکلې.

” نن شاوخوا ۱۱ بجې د سمنګانو ولایت په مرکز کې د کابل ادارې په استخاراتي ځاله چې په شمال ولایتونو کې د وروستیو جنایتونو مسئوله ده فدايي برید وشو.

جګړه په شدت سره روانه ده، په دغه ریاست کې تر اوسه پورې تر۷۰ پورې استخباراتي کارمندان وژل شوي او ټپيان دي،”

بلخوا د سمنګان ولایت ویاند صدیق عزیزی او د عامي روغتیا رئیس صمیم مصمم رسنیو ته ویلې تر دې مهال ۴۳ تنه ټپیان یې روغتونو ته راوړي دي.

د عامي روغتیا په وینا دا چې تر اوسه لا په سیمه جګړه روانه ده کیداسي چې مرګ ژوبله کې نور هم زیاتوالی راشي

مرکز ایبکو کې هم ځینو سرچینو افغان وطن ته ویلې
د چاودنې دروند والي ته په کتو کیداشي مرګ ژوبله کې زیات والی راشي

خپله څرګندونه مو پرې وکړئ

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *