له کراماتو او الهي نصرتونو ډک جهاد : لیکوال بدر ځلاند – افغان وطن ویبپاڼه

زیرمتون

اسلام

له کراماتو او الهي نصرتونو ډک جهاد : لیکوال بدر ځلاند

یو مجاهد مولوي صیب د سترګو لیدلی حال بیانوو چې یو وخت دولس تنه مسلح ملګري په دوو سراچو موټرو کې په تشکیل روان وو، لاره کې مو دوه هلیکوپتر ولیدل چې زمونږ په طرف را روان وو ملګرو ته مو وویل چې اسلحې په څادرونو پټې کړئ او طیارو ته مه ورګورئ خپله لار وهئ،
چې لږ مخته لاړو هلیکوپترې زیاتې شوې تقریبا دولس دانې شوې چې ځینو نیږدې او ځینو یې لرې ګزمې کولې،
ما ملګرو ته وویل چې طیارې بې څه نه ګرځي ممکن امریکایان سیمې ته راغلي وي یا د شپې چاپه وهل شوې او امریکایان لا موجود دي باید احتیاط وکړو
کوشش مې وکړو چې د مخته موټروان سره خبره وکړم تر څو همدلته کوم ځای حصار شو او د لارې مالومات وکړو
خو د مخکې موټر ډرایور نمبر بند وو په ملګرو مې مخابره کې غږ وکړو مخابره یې هم بنده وه،
خو د قسمت معامله وه د تشکیل مزلونه وو ډرایوران عام خلک وو خو ډیر غیرتي او زړور وو ډیر تېز مزل یې کاوو،
مونږ چې هرڅومره کوشش وکړو تر څو هغه مخته موټر را ودروو او یا ترې مخته شو خو هغه لار نه راکوله
زمونږ د موټر ډرایور ته مې وویل چې ته لږ پسې تېز شه چې هغوی را ودروو،خو هغه به فکر کاوو چې دوی غواړي له ما مخته شي نو هیڅ لار یې نه راکوله او لا به ګړندی شو
پاس ګڼ شمیر چورلکې او لاندې مونږ په ډیر تېز رفتار دوه ګاډي روان وو
بلاخره چې یوه وړه غونډۍ مخې ته راغله د غونډۍ دواړه طرف ته د کوچیانو کورونه وو او طیارو بیخي په ټیټه ساحه کې پروازونه کول ،
مخته موټر چې په کنډو ور واوښت مونږ د همدې کنډو بیخ ته ور ورسیدو،
ناګهانه تقریبا پنځوس متري کې امریکایان او ملي اردو په سرک ولاړ دي او لومړنی موټر په ډیر سپیډ کې پرې تیر شو،
زمونږ ډرایور وویل چې مولوي صیب اوس څنګه چل کوو بیرته به وګرځو توکل په خدای چې هر څه پیښ شول،
ماورته وویل چې ولې هغه بل موتر کې ملګري یواځې ور پریږدو ؟

ډرایور راته وویل چې ښه نو څنګه کوو اوس خو چې دلته ودریږو امریکایان راځي تالاشي ته او یا مو هلته ور غواړي
مجاهد ویل چې زه سخت پریشانه شوم او داسې ځای کې حصار شوو چې د سوچ او فکر موقع هم نه وه چې سړی فکر وکړي،
په دې وخت کې یو سپین ږیری کوچی چې د سرک پر غاړه یې کور وو او هغه د باندې دروازې سره انتظار ناست وو چې کله به امریکایان زمونږ کورته را رسیږي ،تسبیح یې لاس کې وې کله به یې امریکایانو ته کتل او کله مونږ ته،
دا چې امریکایان او افغان عسکر بیخي مونږ ته نیږدې ولاړ وو او هغوی مونږ ته او مونږ دوی ته رډ رډ کتل
سپین ږیری کوچی پوی شو چې دا خو مجاهدین دي او د چاپې منځ کې ګیر شول نو لاندې یې لاس له څادر وایست او اشاره یې وکړه چې زما کور ته موټر د ننه کړئ
مونږ هم بې له ځنډه موټر را تاو کړو او د حجرې دروازې ته مو ودراوو، خو کوچی په خپل ځای غلی ناست وو د حجرې دروازه بنده وه ،
سمدلاسه د حجرې دروازه د ننه طرف نه خلاصه شوه که ګورو چې د کور یوه زړه بوډۍ وه غږ یې وکړو چې زامنو زر را د ننه شئ،
موټر مو حجرې ته دننه کړو د چاردیوالي دیوالونه ټیټ وو پاس امریکایانو او عسکرو هم لیدلو او طیارې هم ډیرې زیاتې تاویدلې مونږ نه له اسلحو سره له موټره کوزیدلای شو او نه مو د طیارو د لاسه چانټې موټر کې ایستلای شوې،ځکه طیارو کې امریکایانو راکتل،
په دې وخت کې سپین ږیری بوډا را ننوت او بیغیر پوښتنې او ستړي مشې حجرې ته د ننه شو،
په کړکې کې یې غږ وکړو چې طالبه طیارو ته ګورئ چې هغه تیریږي ارام ارام چانټې وکاږئ او راښکته شئ،
مونږ هم په ډیر احتیاط او چل ول چانټې لرې کړې څادرونه مو پرې د پاسه واچول له موټر راښکته شو او حجرې ته دننه شو،
قیصه اوږده ده خو را لنډه ووم یې
مجاهد ویل چې کوچي نه مې پښتنه وکړه چې دا څه خبره ده هغه وویل چې بیګا د شپې امریکایان او داخلیان راغلي د فلاني مولوي په کور یې چاپه اچولې و،
دوه دا غټې دوه څرخه طیارې یې کینولي ټول کلی محاصره ده
دوه سوه څخه زیات امریکایان او عسکر په دا هغې خوا کلي کې تلاشي باندې لګیا دي اوس داده زمونږ کلي ته هم را واوښتل
زما هغه بل موټر ته سخته اندیښنه وه او فکر مې کاوو چې که د توپکو ډزونه وشول نو بس ټول به شهیدان کړي او که ډزونه ونه شول نو بس بیا یې ژوندي ګیر کړي دي ځکه چې دا لار د همغه مولوي د کور په مخ تیره شوې وه د کوم مولوي په کور چې چاپه وه نو د خلاصون یې هیڅ امکان نه وو،

کوچی سپین ږیری زما په وارخطایي پوی شو راته ویې ویل چې ملا صیب انقلاب ده سوچونه مه کوه اوس پیښه ده چې څه الله په تقدیر کې لیکلي وې هغه به کیږي زړه وا نه چوې ملګري جنګ ته تیار کړه که امریکایان راننوتل بس داسې برید پرې وکړئ چې بیا چاپو ته زړه ښه نه کړي خو یوه خبره به درته وکړم مونږ زاړه یو هر څه مو لیدلي که جنګ مو شروع کړو نو کینۍ به نه په جنګ جنګ کې به شاتګ کوئ چې یو تن ژوندی پاتې شئ هم ښه خبره ده ځای پر ځای جنګ کې ټول شهیدانیږئ،
مجاهد ویل چې زه د کوچي ایمان او عقیدې سخت حیران کړم چې په داسې حالاتو کې مسلح مجاهدین کور ته ننویستل او بیا د جنګ اجازه په خپل کور کې ورته کول په ټنونو ایمان غواړي،
خو ما ورته وویل چې حاجي ګله تا دومره غټه قرباني وکړه چې مونږ دې د امریکایانو له مخې کور ته دننه کړو اوس څنګه ستا له کور څخه جنګ شروع کړو،
ستا ماشومان او زنانه کله په دغو کافرانو مونږ وژنو، جنګ نه کوو که مونږ ټول همدلته ووژني یا مو ژوندي نیسي بیا هم ستا له کوره جنګ نه کوو او نه زمونږ غیرت دا اجازه راکوي چې زمونږ په خاطر دې ستا ښځې او ماشومان ووژل شي،
او بل زمونږ اسلحه بهر موټر کې پرته ده چې امریکایان راشي نو مونږ بهر وسلې را اخیستلو ته نه پریږدي جنګ نشو کولای او نه یې کوو
په دې وخت کې کوچي ښه غټ چینک شین چای او پریمانه دتناره ګرمه ډوډۍ راوړه ویل ځانونه ښه ورته ماړه کړئ مرګ په مړه خیټه خوند کوي تاسو به د شپې هم مزلونه کړي وي وږې به وۍ
په دې وخت کې هغه زړه ادې بیا حجرې ته راغله موټر څخه به یې ټوپک راواخیست او په خپله غټه لمن کې به یې تاوو کړو کوټې ته به یې را د ننه کړو په همدې طریقه یې اسلحه او چانټې ټول یو یو مونږ ته را ورسول،
او ویې ویل چې بچیه ژوندي ځانونه په لاس ور نکړي دا ډیر ظالمان دي توپک مو درواخلۍ ښه زړونه ورسره تش کړئ زمونږ د کور غم مکوئ زمونږ ماشومان او ښځې له دې نازکو طالبانو زیات نه دي،
مونږ دې ټول شهیدان شو پروا نکوي خو دغه کافران چې تاسو ژوندي ونه نیسي
مجاهد ویل چې زه بیخي حیران شوم او ددوی غیرت ژړا را وستله چې یا خدایه ددې ولس زړونه څومره په مجاهد او طالب دردیږي،
د مجاهد په خبره چې ما به بار بار د هغه بل موټر وان نمبر باندې کوشش کاوو چې که زنګ ورته تیر شي او حال یې معلوم کړم
سپین ږیري کوچي بابا بیا راته وویل چې ملاصیب خفګان مکوه چای وخوره ،
ماورته وویل چې حاجي صیب ځان ته هیڅ په سوچ کې نه یم هغه بل موټر پسې مې سخته اندیښنه ده هغوی یې لکه چې ژوندي ونیول
کوچي راته وویل چې نانا هغه ته هیڅ اندیښنه مکوه هغه کې خو ټول ښځې او ماشومان ناست وو کنه هغه مې هم را تا وول زنانه ورسره وې،
ځکه امریکایانو هم ونه درول کنه سهار را هیسې یې په دې سرک هیڅوک هم نه دي پرې ایښي دغه موټر کې ښځې وې ګوره ویې هم نه دراوو،
ما ورته وویل چې حاجي صیب ښځې نه وې زمونږ ملګري وو مجاهدین وو،
کوچي بیا په ډیر ټینګار سره راته وویل چې په خدای قسم ښځې پکې وې ماشومان یې په غیږو کې نیولي وو سرۀ او شنه ټیکري یې په سر وو ،دغه موټر نه خو بیغمه شه چې ستاسو ملګري به وي ممکن د تاسو ملګري وروسته پاتې شوي وي کوم کلي ته به ور ګرځیدلي وي
زمونږ موټروان ورته وویل چې حاجي صیب هغه زما د اکا د زوی فلاني موټر وو مونږ یو ځای روان وو زمونږ ملګري دي
په دې وخت کې د کوچي په سترګو کې اوښکې راغلې او ویې ویل چې بس هیڅ غم ونکړئ په خدای قسم د الله مرسته درسره ده او ملائکې مو حفاظت ته راغلي والله که نه هغو ته او نه تاسو ته هیڅ نقصان ورسیږي په تاسو د الله ډیر کلک نظر ده،
مونږ نور هم سره حیران شو ملګرو یو بل ته وکتل،
په دې وخت کې هغه بل موټروان زنګ راته وواهه مبایل مې اوکې کړو زیاته غوصه مې ورته راغلې وه ډیر ګډوډ ور ته وغږیدلم چې دا طیارې او امریکایان دې نه لیدل څومره ارنګونه مو درپسې ووهل چې ودریږه او ته نه دریدلې،

موټر وان راته وویل چې ولې ورک شوئ موټر مو خراب شوی که څنګه؟
ما ورته وویل چې نا مونږ خو محاصره یو تاسو چیرته یئ؟
هغه راته وویل چې مونږ خو فلاني ځای ته را رسیدلي یو تاسو ورک شوئ تاسو ته مونږ هم ودریدلو،
ماورته وویل چې تاسو دا امریکایان نه لیدل چې مخامخ پرې ور روان وې؟
هغه وویل چې امریکایان چیرته دي؟

هغوی د همدغه مولوي د کور په مخ او د امریکایانو ترمنځ تیر شوي وو خو دوی ټولو نه هیڅ امریکایي لیدلی وو نه افغان عسکر او نه یې طیارې لیدلې وي
وروسته په دغو ملګرو کې یو تن چې بیا وروسته شهید هم شو راته ویل چې مولوي صیب سهار دې دومره ایات کرسي راباندې ویلې وه چې امریکایان خو یې ړانده کړي وو خو مونږ یې هم ړانده کړي وو، که مونږ چېرته د امریکایانو مینځ په دوی سترګې لګیدلې وای ممکن ویلي مو وای چې ژوندي ګیر شو نو خامخا به مو برید پرې کړیوای او مونږ ټول به یې شهیدان کړي وای،

دا لیکنه مې ددې په خاطر وکړه چې اوسنی جهاد په خدای قسم چې د زرګونو داسې عجائبو او کراماتو څخه ډک جهاد ده چې له امله یې مجاهدین په ځانونو بمونه تړي او په عین الیقین او مشاهدې سره ځانونه د الله په دین قربانوي
کوم خلک چې د جهاد کرامت نه مني هغوی اکثره هغه سیکولران دي چې عقیدتا کافر شوي او ذهنونه یې له کفري بدبویه افکارو داسې ډک دي لکه د ګونګټ پوزه چې له ګندګي ډکه وي او د بل هیڅ شي بوی نه شي محسوسولای

همدا کرامات او د دغې سپیڅلې لارې حقانیت ده چې جهادي بهیر مو د لسګونه زرو شهیدانو او اسیرانو ورکولو سره سره ورځ تر بلې مخ پروړاندې درومي

همدا الهي نصرتونه او خارق العاده کرامات دي چې د مسلمه امت د ځوانانو په زړونو کې د جهادي جذبو لمبې لا ژبغړاندې کوي او لکه په اور چې پطرول شیندې همداسې مو ځوانان د الهي دین قرباني ته په ډیره بې صبري مخ پر وړاندې روان وي

ددې مبارکې او سپیڅلې لارې د حقانیت خوند چې چا درک کړی ده هغوی بیا په تش لاس له ټانګونو سره مقابله کوي او په خپلو سینو باندې باروت تړي
همدا وجه ده چې افغانانو په تش لاس او زاړه ټوپک د یویشتمې پیړۍ بریا خپله کړه او د نړۍ زبر ځواکونه یې په ګونډو کړل
الهي ربه ته مو تر مرګه پورې ددې حقې لارې پیروان او د حق د دې ټولي ملګري کړې او په اخرت کې مو هم د همدې مسیر له شهداؤ سره ملګري کړې،

یادونه:
لیکنه د لیکوال شخصي نظر څرګندوي د ادارې توافق ورسره شرط نه ده

خپله څرګندونه مو پرې وکړئ

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *