افغان عسکره د اوربند غوښتنې پرځای لږ خپل مسیر مطالعه کړه: لیکوال بدرځلاند – افغان وطن ویبپاڼه

زیرمتون

اند او تحلیل

افغان عسکره د اوربند غوښتنې پرځای لږ خپل مسیر مطالعه کړه: لیکوال بدرځلاند

عسکره!
زه پوهیږم ته یو مسلمان افغان یې، ددې خاورې بچی یې، ستا وژنه زه هم د یو افغان وژنه بولم ستا کونډه او یتیم مې زوروي،
مګر زه هم افغان یم د دیني مدرسې طالب یم، ځان د افغان خاورې وارث بولم، افغان ملت خپل وجود بولم، په خپله خاوره او ملت باندې د ظالمانو ناروا تجاوز دې ته مجبوره کړی یم چې د خپل ژوند او ځواني خوږې خاطرې تر پښو لاندې کړم او د مظلوم ملت او خاورې د ازادي لپاره تورو غرونو ته پورته شم، د صلیبیانو هرې مرمۍ او زهري بم ته خپله نازکه سینه ونیسم،
کله خو مې د ملت سوي اهونه دې ته مجبور کړي چې په خپله نازکه سینه باروت وتړم او د مظلوم ولس انتقام په خپلو غوښو او هډوکو واخلم، له خپلو خپلوانو مې جنازه او قبر هم نادرکه شي،
عسکره !
ایا تا کله هم خپل ځان سره فکر کړی چې ته څوک یې په څه دنده لګیا یې ؟
دلته صلیبیان راغلي هغوی زما او ستا ځمکه او فضا اشغال کړې ده زما او ستا اسلامي مقدسات مسجدونه، مدرسې ، جنازې او قران کریم یې راته په اورونو وسوزول،
زما او ستا د ملت سلګونه زره ځوانان، ښځې او ماشومان یې شهیدان کړل، زما او ستا د ولس وژلو لپاره یې زرګونه طیارې ټانګونه او توپونه راوړي دي، زما او ستا افغانی دروند کلتور یې په لغړ او سپک کلتور بدل کړو زما او ستا عزتمنې خوندې یې لغړې په اروپایي او هندي لباس کې بازار ته را وایستلې
افغان عسکره! لږ خپل مسیر مطالعه کړه
ته د چا پرضد، د څه لپاره ،چا مسلح کړی یې؟ او چاته یې په سنګر کې کینولی یې؟
تاته یې ستا دښمن څوک معرفي کړی ده؟
ایا ستا ټوله مبازره د خپل افغان ملت پرخلاف نه ده؟ ایا ته شپه او ورځ د خپلو افغانانو په وژلو نه یې لګیا؟ ایا ته دصلیبي یرغلګرو سره خپل افغانان نه وژنې؟ او خپل مقدسات تر پښو نه لاندې کوې؟ ته پوهیږې چې ته دغو مکارو د خپل افغان ورور په وژنه د قهرمان او جنرال رتبې ته رسولی یې؟
که ته خپل افغانان ونه وژنې ایا تاته به څوک د جنرال او قهرمان لقب درکړي او ته به بیا دا د وطن ساتنې په نوم تنخوا ترلاسه کړې؟
ته خو همدغو صلیبیانو په تنخوا باندې زما د ولس وژلو او اسلامي مقدساتو له منځه وړلو لپاره په اجرت نیولی یې، ستا ټوله دنده په همدې راڅرخي
تنخوا، اسلحه، قومنده هر څه دوی درکوي او ته یې د خپل صلیبي هدف مخته بیولو لپاره خپل ملت ته په سنګر کې کینولی یې
که همدا نن امریکایان او دا څو تنه لنډغر د اروپایي تابیعیت لرونکي غربي ایحنټان لاړل ته به بیا دا دنده پر مخ یوسې ؟
نه هیڅ کله هم نه ،
ته صرف د امریکایانو او ددې څو تنو غربي ایجنټانو تر موجودګي پورې ملي اردو، جنرال او قهرمان یې، اوس هم ستا دا جعلي القاب صرف ستا ترخدمت پورې محدود دي، که دغه د افغانانو دښمنان لاړل سبا به بیا د سرک پرغاړه ټماټر خرڅوې هلته بیا نه د وطن غم درسره وي نه د کفن
افغان عسکره!
که ته بندي شې یا زخمي او یا ووژل شې ستا دا نمک حرامه مشران بیا تا نه پیژني
د خپل سنګر سلګونه ملګري به دې لیدلي وي چې ددوی په ژوند یې کورنیو ته پردۍ جنازې وروړلې، د ستا د سنګر هغه بایومیتریک شوي ملګري چې کلونه کلونه بندیان دي ستا دغو نمک حرامه مشرانو سره یې لیست هم نشته او منکر دي، ستا هغه زخمیان همسنګره ملګري به دې هم په میډیا لیدلي وي چې ګوډ او مات خپلو وړو بچیانو او تورسرو سره د میډیا پرمخ ژاړي چې خپلو مشرانو ورسره جفا کړې ده،
هغه د خپلو همسنګره ملګرو کونډې به دې په میډیا لیدلي وي چې د ډیرې ناچارۍ څخه د غیږې واړه ماشومان په بازارونو کې پلوري او ستا بې رحمه مشران یې په سترګو ویني خو رحم نه پرې کوي
زه هم ستا د لاسه در بدره یم، صلیبیانو ته مې ته په تنخوا وژنې هغوی ارام بیسونو کې ناست دي، زما بچیان ته وژنې، زما کور ته ورانوې، تا زه بې کوره کړی یم، تا زه په زندانونو کې په کلونو کلونو بندي کړی او شکنجه کړی یم، زما د کور په حریم له صلیبیانو مخته ته را ننوزې، همدا ته یې چې زما او د صلیبي یرغلګرو ترمنځ ولاړ یې او زما مرمۍ هغو ته نه ور پریږدې، همدا ته زما لپاره په پوسته او سنګر کې ګوته په ماشه ناست یې
که ته افغان یې ته باید د افغان ملت ساتونکی وای ته خو د خپل ملت وژونکی یې زه او ته خو د همدې خاورې یو ستا له ما سره دومره کلکه دښمني ولې ده ، زه خو ستا دښمن نه یم زه خو د راغلو یرغلګرو دښمن یم
ته که افغان وای خو له ماسره به څنګ کې د یرغلګرو کفارو پرخلاف دریدلی وای ته خو برعکس د کفارو سره په څنګ کې د خپل ملت پر خلاف ولاړ یې
ته خپل ټوپک له اوګې لرې کړه زما همغه پخوانی افغان ورور یې ،
ته زما له وژلو لاس واخله تا زه نه وژنم
ته زما مخته زما ددښمن په ملګرتیا مه راځه زه تاپسې ستا کور ته نه درځم
ته د خپل ولس له وژلو تیر شه، ته نور د یرغلګرو او د هغوی د غربي ایجنټانو له ملاتړه تیر شه ته نور د خپل افغان ملت پرخلاف له ماشې ګوته لرې کړه زما همغه پخوانی افغان ورور یې
هرکله چې ته لاهم په خپل جهل ټینګار کوې د افغان ولس وژنه نه پریږدې، د خپل ملت پر وړاندې د کفارو له لوري په مورچه کې ناست یې لاهم خپل ولس د کفارو لپاره په توپونو ولې، او لا هم د خپل مجاهد ولس مخې ته ناست یې نو بیا ستا دا اوربند غوښتل ستا په حماقت او جهالت باندې دلالت کوي،
ته خپله نورو ته په مزدوري په جګړه بوخت یې او له ما څخه اوربند غواړي دا منطق دې ډیر نه منونکی ده او نه په دې منطق ځان خلاصولای شې او نه دا د حل لاره ده
راشه زمونږ د عفوې غیږه درته خلاصه ده د کفر صف پریږده خپلو بچیانو سره ارام زندګي وکړه

یادونه:
لیکنه د لیکوال شخصي نظر ده د ادارې توافق ورسره شرط نه ده

خپله څرګندونه مو پرې وکړئ

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *