په واشنګټن کې د افغان سفارت د اویا متره دیوال په ترمیم باندې ۱۸ لکه ډالر لګول شوي چې د پراخ فساد ښکارندویي کوي
په امریکا کې افغان سفیرې رویا رحماني باندې تور لګول شوی چې د یادو پیسو زیاته برخه یې خپل شخصي بانکي اکاونټ ته لیږلې ده
په هغو اسنادو کې چې د یاد دیوال د جوړولو په اړه یې د فساد افشاء ګیري کړې لیکل شوي چې افغان سفیرې د یاد دیوال جوړولو په اړه د یو شرکت د ۸۸ زره ډالرو غوښتنه رد کړې ده او بل شرکت ته یې په یو میلیون ۸۲۵ زره ۸۳۹ ډالر باندې ورکړی ده
د یو ۷۰ میتري دیوال په دومره لوړه بیه ترمیم د ملت له بیت المال سره د پراخ فساد او درغلیو ښکارندویي کوي
د فساد په اړه دا خبر داسې مهال ورکول کیږي چې بل لور ته په افغانستان کې د میدان وردګو ولایت کې له کرونا سره د مبارزې لپاره د وينټلاټورونو په ګډون ځیني نور طبي او خوراکي توکي د یاد ولایت د چارواکو له لوري په ټولیز ډول د بازار له نرخه شاوخوا ۲،۳ میلیونه افغانۍ په لوړه بیه اخیستل شوي دي.
کریم بریال
څرگندون