د ترکیې د ایا صوفیا جومات په اړه لږ ځانونه خبر کړئ ترڅو د غربي میډیا تر تاثیر لاندې رانشئ – افغان وطن ویبپاڼه

زیرمتون

اند او تحلیل

د ترکیې د ایا صوفیا جومات په اړه لږ ځانونه خبر کړئ ترڅو د غربي میډیا تر تاثیر لاندې رانشئ

بدر ځلاند

د ایا صوفیا جومات د اسلام له راتلو مخکې د رومي شاهانو یوه پخوانۍ کلیسا وه چې د اسلام له راتګ وروسته غازي محمد الفاتح یاده سیمه فتحه کړه
یاد جومات د ترکیې په استانبول ښار کې موقیعیت لري چې د اروپا سرحد ده
کله چې د مسلمانانو د قسطنطنیې جګړه وګټله او ډیر مصارف ورباندې وشول نو یاده سیمه کې داسې غټ مسجد ته ضرورت وو تر څو مسلمانان پکې عبادت وکړي
محمد الفاتح بې له دې چې د عیسویانو دا د څو سوه کلونو کلیسا ورانه کړي عیسایانو ته یې د یادې کلیسا قیمت ورکړو او محمد الفاتح په خپلو پیسو واخیستله محراب یې پکې جوړ کړو او مسلمانانو ته یې د لمانځه لپاره پکې اجازه ورکړه
له دې وروسته یاد جومات تقریبا شپږ سوه کاله د مسلمانانو جومات وه خو کله چې اتاترک خبیث غلام له نن تقریبا ۸۶ کاله وړاندې د عثماني خلافت ونړاوو نو دغه د کفارو غلام د نورو اسلامي اساساتو په شان یاد تاریخي جومات هم د مسلمانانو پر مخ وتړلو او موزیم یې ترې جوړ کړو چې تر ننه پورې د موزیم په نوم پیژندل کیده او یادیدلو
خو شپږ اتیا کاله وروسته مسلمانانو، د ترکیې پارلمان یاده قضیه له سره وسپړله او محکمې یاده جومات د محمد الفاتح شخصي ملکیت وبللو او طیب اردوغان یاده فیصله امضاء کړه چې بیرته یې پرون اذان پکې پیل کړو
اوس چې امریکا، یونان، او نورو غربیانو د طیب اردوغان ددې پریکړې مخالفت کړی ډیر بد یې کړي
دا ددوی هیڅ حق نه جوړیږي چې د مسلمانانو په شخصي ملکیت کې کار ولري
غربي میډیا هم د کفارو دغه ناروا او بې ځایه غبرګون ته پراخ کمپاین پیل کړی خو د یاد جومات له تاریخ او ملکیت څخه یې په لوی لاس سترګې پټې کړي دي
د ایا صوفیا جومات د مسلمانانو خپل ملکیت ده عیسایانو په خپله پلورلی ده اوس حق نلري چې په اړه یې وغږیږي غبرګون خو لا لرې خبره ده

خپله څرګندونه مو پرې وکړئ

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *