طالبانو نن هم په غور کې د افغان حکومت ۱۷ تنه عسکر ازاد کړل. – افغان وطن ویبپاڼه

زیرمتون

خبرونه

طالبانو نن هم په غور کې د افغان حکومت ۱۷ تنه عسکر ازاد کړل.

وسلوالو طالبانو نن هم په غور ولایت کې دافغان حکومت ۱۷ تنه هغه سرتیري چې له طالب وسوالو سره بندیان ول ازاد کړي.

د طالبانو سیاسي ویاند سهیل شاهین د دې خبر په اړه په خپل ټوتیر داسې لیکلي دي.

“‏نن يوځل بیا په غورکې د اسلامي امارت له محبس څخه د کابل ادارې ۱۷ تنه عسکر او پولیس خوشې او د کومک له ورکولو وروسته خپلو کورنیوته واستول شول.”

له کله نه چې د کابل حکومت د ۶۰۰ طالب بندیانو د نه خوشي کولو په سر جنجال راپورته کړی دا د طالبانو له لورې دوهم ځل دی چې حکومتي کسان له خپل بندخونو څخه خوشي کوي.

طالبانو د تیرې پنچشنبې په ورځ هم غور کې ۱۵ تنه بندیان ازاد کړې وو

خپله څرګندونه مو پرې وکړئ

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *