د ایا صوفیا ودانۍ د څو پیړیو پخوانیو تاریخي اثارو څخه بلل کیږې چې لومړی د مسیحیانو کلیسا وه
خو کله چې غزي محمد الفاتح په ۱۴۵۳ میلادي کال یعنې څه کم شپږ سوه کاله مخکې دا ښار فتحه کړو نو بې له دې چې د مسیحیانو دا کلیسا ونړوي بلکه په جومات یې بدله کړه
وروسته بیا چې کله اتاترک د عثمانی خلافت په ۱۹۳۴ میلادي کال یعنې شپږ اتیا کاله مخکې ونړولو نو دغه مسجد یې په موزیم بدل کړو
اوس تازه د ترکیې پارلمان د اتاترک فیصله بې بنیاده وبلله او د رایو په اکثریت سره یې دا ودانۍ بیرته په جومات بدله کړه
د ترکیې ولسمشر طیب اردوغان په دغه فیصله لاسلیک وکړو
د ترکیې هیواد دغې تاریخي پریکړې د یونان مسیحیان غوسه کړي دي
کریم بریال
څرگندون