په هلمند کې افغان ځواکونو په مسجد برید کړی. – افغان وطن ویبپاڼه

زیرمتون

خبرونه

په هلمند کې افغان ځواکونو په مسجد برید کړی.

له هلمند ولایت څخه په خبرونو کې راغلې تیره شپه ماخستن مهال د ګرشک ولسوالۍ د مهاجربازار سیمه کې په یوه مسجد داسې وخت کې چې خلک د ماخستن په جمات ولاړ ول د ۲۱۵ میوند قول اردو د توپچی قواوو لخوا د ډیسي توپونو برید شوی.

په خبر کې راغلي په یاد برید مسجد تخریب شوی او ۵ تنه ولسي وګړي شهیدان او ۷ نور ټپیان شوې دي.

وسلوالو طالبانو دا برید په سختو ټکو غندلی او دغه برید یې ستر جنایت بللی.

دا په داسې حال کېده چې اونۍ مخکي هم افغان توپچي قواو د څارویو د خرڅلاو په میله برید وکړ چې تر ۴۰ پورې ملکي افغانان په کې ووژل شول.

د وسلوالو طالبانو تر واک لاندې سیمو کې ډیری وخت داسې بریدونه کیږي چې د خبریالانو د نه ورتګ په وجه له خلکو پت پاتي کیږي.

د هلمند په همدې سیمه کې کابو دوه اونۍ مخکې هم یو مکمل بازار د حکومتي قواوو تر برید لاندې راغلی وو، چې له ۲۰۰ ډیر دکانونه د تیلو پمپونه کلینک او د مسجد په شمول ټول ویجاړ شول.

د یادې پیښې په تړاو تر اوسه پورې نه حقوق بشر او نه هم د هلمند ولایتي چارواکو څه ویلي دي

خپله څرګندونه مو پرې وکړئ

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *