وحید قتالي: د هرات د ګمرک ۹۰ سلنه عوائد مافیایي کړۍ اخلي. – افغان وطن ویبپاڼه

زیرمتون

افغانستان خبرونه

وحید قتالي: د هرات د ګمرک ۹۰ سلنه عوائد مافیایي کړۍ اخلي.

وحید قتالي: د هرات د ګمرک ۹۰ سلنه عوائد مافیایي کړۍ اخلي.

د هرات والي سید وحید قتالي وایي د هرات د ګمرک ۹۰ سلنه عوائد د ملت د خزاني پر ځاي شخصي جیبونو ته ځي.

د والي په خبره چې د هرې محمولې څخه د درې میلیونو افغانیو له ډلې څخه صرف ۵۰ زره افغانۍ دولت ته تحویلیږی.

او په وینا یې چې د اسلام کلا بندر عوائد په ګمرک کې دننه او بیا هرات، کابل کې د مافیایی کړیو جیبونو ته رسیږي.

داخبرونه داسې مهال مخکي ته راځي چې د ولسي جرګي له لورې د هرات د ګمرک رئیس ته په ورستيو کې د ښې کارکدګی په پار تقدیر نامه هم ورکړ شوې ده.

بلخوا د ګمرک رئیس حمدالله همدرد د والي دخبرو په غبرګون کې ویلې چې دهرات په ګمرک کې هیڅ ډول غبن او فساد وجود نلري.

همدرد په خبره د تیر په پرتله زموږ عوائد له ۳۰ میلیونه افغانیو څخه سل میلیونو افغانیو ته زیات شوې دی

خپله څرګندونه مو پرې وکړئ

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *