تقوا په دونیا او اخرت کې د نجات ذریعه ده لیکوال : بدر ځلاند – افغان وطن ویبپاڼه

زیرمتون

اسلام

تقوا په دونیا او اخرت کې د نجات ذریعه ده لیکوال : بدر ځلاند

د امیر المؤمنین في الحدیث امام بخاري رحمه الله د ژوند په حالاتو کې راځي چې هغه رحمه الله یو تن ته ۲۴۰۰۰ دینار ورکړل، څه وخت بعد هغه سړی وتښتیدو او د امام بخاري رحمه الله روپۍ یې هم یوړلې او ورک شو

ډیر وخت بعد چا ورته وویل چې امام صاحب هغه تا څخه یې چې روپۍ وتښتولې هغه کس په فلاني ښار کې اوسیږي او ما ولیدو

امام بخاري رحمه الله ورته وویل چې ښا اوس به په کومه طریقه روپۍ ترې اخلم
خلکو ورته وویل چې فلان کس د هغې ښار امیر ده او هغه تاته ډیر احترام لري نو که هغه ته حال ولیږې هغه به غل را ونیسي او ستا پیسې به ترې واخلي تاته به یې راولیږي
امام بخاري رحمه الله ورته وویل چې پریږده یې اوس که زه د هغه ښار حاکم ته د دونیا په اړه وړاندیز وکړم نو الانسان عبدالاحسان
هغه به سبا ماته په دین کې د یو کار وړاندیز کوي زه بیا مجبور یم د هغه وړاندیز ومنم
نو زه دا نشم برداشت کولای چې د دین په کار کې د چا تر اثر لاندې راشم
امام بخاري د دین په خاطر له څلورویشت زره دینارو تیر شو

الله ته سوال کووم چې د دین په مسائلو کې مونږ او تاسو ټول د چا د انعام، ډوډۍ، تخفو، پیسو د اثر لاندې امتحان نشو
ددې لپاره باید د مسؤلیت په وخت کې انسان د غریبي ژوند اختیار کړي او د مسؤلیت سره سم د خپل ژوند د بدلون فکر له ذهن وباسو
کنه بیا به مو دین په ناخبرۍ کې په دونیا پلورلی وي او خدای نخواسته قبر ته به د مفلسۍ په حالت کې روان یو

د ولس حقونه به مو پر ګردنونو کې پراته وي د کونډو یتیمانو او مظلومانو لاسونه به په قیامت کې زمونږ په ګریوانونو کې پراته وي

خپله څرګندونه مو پرې وکړئ

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *